په ایران کې کابو څلور میلیون افغانان میلمنۀ لرو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114170-په_ایران_کې_کابو_څلور_میلیون_افغانان_میلمنۀ_لرو
د اسلامی ایران ولسمشر  په خراسان رضوي کې د دیره  افغان ښاریزو  مسئلې په ځواب کې هم روښانه کړه،ددغو ښاریزو زده کړې،د ژوند څرنګوالی او کارکسب هم  د اسلامی ایران لپاره مهم دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2022 08:05 Asia/Kabul
  • په ایران کې کابو څلور میلیون افغانان میلمنۀ لرو

د اسلامی ایران ولسمشر  په خراسان رضوي کې د دیره  افغان ښاریزو  مسئلې په ځواب کې هم روښانه کړه،ددغو ښاریزو زده کړې،د ژوند څرنګوالی او کارکسب هم  د اسلامی ایران لپاره مهم دی

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  ابراهیم ریئسي  بیګا په مشهد مقدس کې خبریالانو سره په خبرو کې  ووئيل ، د ایران اسلامی جمهوریت د خپلو افغانانو کډوالو په باب مسئولیّت احساس کوي ،  دهغو اروپایانو په اپوټه چې  د افغانستان موضوع  یوازې د خپلو سیاسی غوښتو او ګټو لپاره  تعقیبوي  .

 هغه ووئيل ،اوس هغه څه چې د افغانستان په داخل کې مهم دي،په دغه هیواد کې د ټولو قومونو او ډلو ټپلو په شتون سره یوه ټولشموله  حکومت جوړیدا ده .

د اسلامی ایران ولسمشر  په خراسان رضوي کې د دیره  افغان ښاریزو  مسئلې په ځواب کې هم روښانه کړه،ددغو ښاریزو زده کړې،د ژوند څرنګوالی او کارکسب هم  د اسلامی ایران لپاره مهم دی،نو ځکه  اټکل شوې،د کډوالو د ادارې په توګه  یو مرکز اولاره چاره  بڼه ومومي او په خراسان رضوي او نورو ولایتونو کې ددغې ادارې  دفترونه هم فعال شي .

ابراهیم ریئسي او د هغه د کابینې غړي وړمه ورځ په نوي لمریز کال کې په لومړي سفر  خراسان رضوي  ولایت ته تللي دي .