د ویانا په مذاکراتو کښې موافقه نزدې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114282-د_ویانا_په_مذاکراتو_کښې_موافقه_نزدې_ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ویانا په مذاکراتو کښې د ایران وړاندیزونه، د اروپايي اتحادیې د مرکچي له لارې امریکايي لوري ته منتقل شوي دي او اوس د امریکې نوبت دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2022 10:30 Asia/Kabul
  • د ویانا په مذاکراتو کښې موافقه نزدې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ویانا په مذاکراتو کښې د ایران وړاندیزونه، د اروپايي اتحادیې د مرکچي له لارې امریکايي لوري ته منتقل شوي دي او اوس د امریکې نوبت دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره په ټیلیفوني خبرو کښې، په ویانا کښې د ایران خلاف بندیزونو پورې د اړوندو وروستیو بدلونونو په هکله زیاته کړه: د مذاکرې لوري موافقې ته نزدې شوي دي او پاتې موضوعات، د اروپايي اتحادیې د جګ پوړي مرکچي له خوا امریکايي لوري ته منتقل شوي دي.

د ایران خارجه وزیر هم داشان په یمن کښې د اوربند له ټینګیدو څخه د خوښۍ په ښودلو او په دې لړ کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د رول په قدرونې سره وویل: اوس وخت دی چې په یمن کښې د صلحې او ثبات د ټینګښت او په دغه هیواد باندې د انسان دوستانه بندیزونو د بیخي ختمونې په لړ کښې بنیادي ګامونه پورته شي.

د ملګرو ملتو سرمنشي هم د یمن مذاکرات د اهمیت وړ وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې طرفین زرترزره موافقې ته ورسیږي.

ګوترش د روژې د میاشتې په مبارکۍ سره زیاته کړه چې د رمضان د پیوستون د نوښت تر عنوان لندې یو پروګرام به د انسان دوستانه اقداماتو او صلحې د ټینګښت په موخه، د ملګرو ملتو په ایجنډا کښې راشي.

د ایران خارجه وزیر او د ملګرو ملتو سرمنشي د افغانستان او یوکراین په شمول د نړیوالو موضوعاتو په هکله هم د نظر تبادله وکړه.