ایران د هرات ترهګره حمله په کلکه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114298-ایران_د_هرات_ترهګره_حمله_په_کلکه_وغندله
د هرات په جبرئیل ښارګي کښې د جمعې په ماښام شوې چاودنه کښې څلور تنه مړه او ۲۵ نور زخمي شوي وو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2022 01:43 Asia/Kabul
  • ایران د هرات ترهګره حمله په کلکه وغندله

د هرات په جبرئیل ښارګي کښې د جمعې په ماښام شوې چاودنه کښې څلور تنه مړه او ۲۵ نور زخمي شوي وو

د ایران د خارجه وزارت ویاند د هرات د جرئیل ښارګي په تفریحي سیمه کښې د دغه ښار په مظلومو خلکو باندې د تکفیري عناصرو ترهګره حمله چې د ډیرو افغان ښاریزو د مرګ ژوبلې سبب شوه، په کلکه وغندله

سعید خطیب زادہ پرون د افغانستان خلکو په تیره بیا د یادې ترهګرې پيښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره یوځل بیا د اسلامي امت د دښمنانو د تفرقه اچونکو دسیسو په هکله خبرداری ورکړ.

د ایران د خارجه وزارت ویاندوي د طالبانو د لنډمهاله حکومت له خوا د ښاریزو د امنیت د مسئولیت د منلو او د احتیاطي تابیاؤ د زیاتولو او د خلکو په تیره بیا له ګواښونو سره د مخامخ قومي او مذهبي پرګنو د ساتنې په لړ کښې د اقداماتو په زیاتولو ټینګار وکړ.

هغه څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت ډاډ لري چې په افغانستان کښې مسلمان وروڼه او خویندې به په یوزړه توب، همفکرۍ او برابر ونډې سره د خپلو دښمنانو تفرقه اچونکې دسیسې ناکامې کړي.

د ویلو  ده چې د هرات په جبرئیل ښارګي کښې د جمعې په ماښام شوې چاودنه کښې څلور تنه مړه او ۲۵ نور زخمي شوي وو.