د امریکا کورني اختلافات موافقې ته د رسیدا خنډ دي
د ایران د مرکچي ټیم سلاکار د ویانا د خبرو اترو په هکله ټینګار وکړ د امریکا داخلي اختلافات موافقې ته د رسیدا خند دي .
د ایران د مرکچي ډلې سلاکار سید محمد مرندي له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د ویانا د خبرواترو په هکله وویل په واشنګټن کښې کورني اختلافات موافقې ته د رسیدا خنډ دي .
مرندي زیاته کړه د امریکا د چارواکو په وینا ایران توانیدلی دی د ویانا په خبرو کښې د پام وړ امتیازونه لاس ته راوړي په همدې دلیل د خبرو اترو په وخت د امریکا د مرکچي پلاوي یوشمیر غړیو استعفاګانې ورکړې او د اعتراض په توګه د خبرو له ټیم څخه جلا شول .
د ایران د مرکچي ډلې سلاکار محمد مرندي په دې خبرې سره چې د امریکا چارواکي د خبرواترو له اخري ورځې راهسې سوکه سوکه د نهايي موافقې په هکله سست شوي دي وویل د ویانا د خبرو اترو په اخري ورځو کښې کارونه په چټکۍ سره مخ ته روان وو خو د حقیقت د معلومولو ، د بایکاټونو د ختمولو ، تضمینونونو او د سپاه پاسداران ځواک په شمول د بیلابیلو موضوعګانو په هکله د امریکا چارواکو ناڅاپه کار بند کړ .
په داسې حال کښې چې د ویانا په خبرو کښې د ځنډ یوه نیمه میاشت تیریږي خو د اروپايي اتحادیې د لورړتبه مرکچي انریکه مورا له لارې د ایران او دامریکا ترمینځ د پیغامونه تبادله روانه ده او د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ویلي دي چې له خپلو سرو کرښو نه تیریږي او تسلیمیږي نه .