د اریانا افغان هوايي شرکت مشهد ته هم الوتنې پیلوي
Apr 27, 2022 10:43 Asia/Kabul
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې د مې په شپږمه، چې د ثور له ۱۶ سره برابرېږي پیل شي او له یادې نېټې وروسته به په اوونۍ کې ۳ الوتنې کوي.
له مسکو وروسته د اریانا افغان هوايي شرکت د ایران مشهد ته هم الوتنې پیلوي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت نن وویل چې «د اریانا افغان هوايي شرکت» به ژر د ایران مشهد ښار ته الوتنې پیل کړي.
د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د خبرپاڼې له مخې، مشهد ته به له اوږده ځنډه وروسته د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې د مې په شپږمه، چې د ثور له ۱۶ سره برابرېږي پیل شي او له یادې نېټې وروسته به په اوونۍ کې ۳ الوتنې کوي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې مشهد ته به د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکې د یکشنبو، سې شنبو او جمعو په ورځو الوتنې کوي.
ټیګونه