ایران د کړکیچونو د حل په سیاسي لارو باندې ټينګار کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115312-ایران_د_کړکیچونو_د_حل_په_سیاسي_لارو_باندې_ټينګار_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان د یمن او د اوکراین په شمول د سیمې د کړکیچونو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځ په بیانولو سره د خارجي لاسوهنو د بندیدا ، د جنګ د دریدا او په سیاسي حل لارو باندې د تمرکز کولو پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2022 23:53 Asia/Kabul
  • ایران د کړکیچونو د حل په سیاسي لارو باندې ټينګار کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان د یمن او د اوکراین په شمول د سیمې د کړکیچونو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځ په بیانولو سره د خارجي لاسوهنو د بندیدا ، د جنګ د دریدا او په سیاسي حل لارو باندې د تمرکز کولو پرضرورت ټینګار وکړ .

د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د واټیکان د بهرنیو چارو وزیر ستر پادري پائول ګالاګر د فلسطین د بدلونونو او د دوه اړخیزه مسائیلو په هکله ټيلي فوني خبرې وکړې .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په نړۍ کښې د ترهګرۍ خطر او په افغانستان کښې د ترهګرو اقداماتو  غندل کیدا ته په اشارې سره وویل د الهي دینونونو ترمینځ خبرې اترې د سرزورۍ او د تاوتریخوالي په کمولو کښې مهم رول لري .

هغه د فلسطین بدلونونو او په الاقصی جومات کښې د فلسطین په لمونځ ګزارو باندې د صهیونیسټ رژيم څاروي ډول یرغل ته په اشارې سره دغو اقداماتو ته د ابراهیمي دینونو د پیروانو د مناسب ځواب د ورکولو غوښتنه وکړه .