ایران به په خبرو کښې شاتګ ونکړي
د ایران د حکومت ویاند علي بهادري جهرمي پرون له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د ویانا د خبرو اترو د ماتي د خوړلو په هکله د امریکا لخوا د مطرح شویو خبرو په هکله وویل خبرې اترې د نړیوالې حوزې د نورو مسائیلو په څنګ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په میز باندې پراته نور مسائیل دي .
هغه وویل ایران د خپل ملت د حقوقو تر بشپړه او کامل صیانت پورې یعني د اټومي حقوقو د ساتلو په حال کښې د خلکو د اقتصادي حالت تر ساتلو پورې هیڅکله له نړیوالو ډيپلوماټیکو لارو چارو شاتګ ونکړي او په جدیت سره به خبرې تعقیب کړي .
د تضمینونو موضوع او له سره فهرست څخه د ایران د حقیقي او د حقوقي کسانو د نومونو ایستل او دغه راز د بایکاټونو ختمول هغه موردونه دي چې امریکا د اټومي تړون د خلاف ورزي کونکي هیواد په توګه تراوسه د دغو مسائیلو د حل لپاره ضروري سیاسي فیصله نه ده غوره کړي .