May 07, 2022 06:32 Asia/Kabul
  • د امریکې د فشار ناسم سیاست په ویانا کې د مذاکراتو د اوسنې حالت لامل دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي سره په تماس کې د امریکې د فشار ناوړه سیاست په ویانا کې د مذاکراتو د اوسني حالاتو لامل وباله.

د ایران خارجه وزیر امیر حسین عبداللهیان او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان، اکراین، یمن په شمول د سیمي او د نړۍ د حالاتو او د بندیزونو د لیري کېدو په هکله سلامشورې وکړې.

امیر عبداللهیان د اروپایي اتحادیې له لاري امریکې سره د اړیکو دوام ته په اشارې سره، د کنګرس له وروستي پریکړي څخه په نیوکې سره، یوې پیاوړي موافقې ته د رسېدو لپاره د امریکې له لوري د تېروتنو جبران او د سمي پریکړي تر سره کول ضروري وباله.

د ایران خارجه وزیر ګوتریش سره په خبرو کې په یمن کې لنډ مهاله اوربند ته په اشارې سره، د هغه دوام، د دواړو لورو ژمنتیا او د محاصرې ختمېدل مهم وبلل.

هغه همدارنګه په افغانستان کې د امنیتي او انساني حالاتو په د اندېښنې په ښودلو سره، په دغه هیواد کې د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړېدو په ضرورت ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر په افغانستان کې د ټروریستي بریدونو زیاتېدو او د بې وزلیو د امله رامینځ ته شوي ستونزو ته په اشارې سره، د افغانانو د کنګل شویو شتمنیو د خوشي کېدو په ضرورت تاکېد وکړ.

عبداللهیان وویل چي د اکراین شخړه باید د خبرو د لاري حل شي خو دغه شخړه دي افغانستان ته د بې پامی سبب نه شي.

ګوتریش هم د ویانا په مذاکراتو کې د ایران رغنده رول ته په اشارې سره، هیله وښوده چي یاد مذاکرات د بندیزونو د ختمېدو لامل شي.

هغه همدارنګه د ایران او عربستان تر مینځ له خبرو اترو او د ډیپلماټیکو هلو ځلو څخه هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو سر منشي په دوام کې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په ضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کې د افغان کډوالو څخه د ایران له میلمه پالنې او بشري مرستو څخه قدرونه وکړه.

 

ټیګونه