برجام څخه د امریکې تر وتلو څلور کاله وروسته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115762-برجام_څخه_د_امریکې_تر_وتلو_څلور_کاله_وروسته
برجام څخه د امریکې تر وتلو څلور کاله تیریږي، د امریکې د هغه وخت ولسمشر دونالد ټرامپ د ۲۰۱۸ میلادي کال په میی میاشته کې د یوه اجرایي حکم په لاسلیکولو سره، له برجام څخه د امریکې د وتلو اعلام وکړ،
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 08, 2022 12:04 Asia/Kabul
  • برجام څخه د امریکې تر وتلو څلور کاله وروسته

برجام څخه د امریکې تر وتلو څلور کاله تیریږي، د امریکې د هغه وخت ولسمشر دونالد ټرامپ د ۲۰۱۸ میلادي کال په میی میاشته کې د یوه اجرایي حکم په لاسلیکولو سره، له برجام څخه د امریکې د وتلو اعلام وکړ،

برجام څخه د امریکې تر وتلو وروسته ټرامپ یو ځلي بیا هغه بندیزونه په ایران باندې له سره ولګول چي د برجام د نړیوالې ایټمي موافقې له مخي باید لیري شوې وای.

ټرامپ څلور کاله مخکې په دې سوچ سره د برجام له نړیوالې موافقې څخه ووتی چي ایران سره تر هغه غوره موافقې ته ورسیږي او له اسلامي جمهوریت څخه امتیازات تر لاسه کړي. ټرامپ په ځلونو ویلي وه چي برجام د امریکې د تاریخ تر ټولو بده موافقه وه او ایراني مذاکراتي ټیم امریکایي ډیپلماتان یې تېر ایستلي و، ټرامپ چي په ځان باور لرل او ځان یې تر ټولو غوره مرکچي ګڼل په دې سوچ کې و چي په لنډه موده کې د فشارونو په زیاتولو سره به ایران مذاکراتو ته مجبوره او یوه نوې موافقه ورسره لاسلیک کړي.

برجام څخه د امریکا تر وتلو څو ورځې وروسته د امریکې د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو یوه دوولس ماده ایزه طرحه یې وړاندې کړه چي ایران سره د مذاکراتو لپاره د ټرامپ د حکومت د لارې نقشه وه.

خو دې ټولو سره سره، په داسي حال کې چي ټرامپ دوه کاله او اته میاشتې په سپینه ماڼۍ کې پاتي شو، ایران امریکې سره مذاکراتو ته تیار نه شو، برجام څخه د امریکې تر وتلو یو کال وروسته ایران هم په پنځو پړاوونو کې خپل ایټمي فعالیتونه زیات کړل تر دې چي اوس ایران د یورانیمو پخلی یې ۶۰ سلنو ته رسولي دي او د ایران په اسټراتیجیکو زیرمو کې د پام وړ زیاتوالې راغلې ده.

البته په تېرو څلورو کلونو کې، څه د ټرامپ په جمهوري پال حکومت کې او څه د جوبایډن په ډیموکراټ حکومت کې په ایران باندې د زیات فشار سیاست دوام موندلی دی، په یاده موده کې نه یوازې په ایران باندي لګېدلي بندیزونه په شدت سره پلي شوي دي بلکې د ټرامپ حکومت د اسلامي ایران د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو د قومندان سردار قاسم سلیمانی د ټرور فرمان ورکړ او د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواکونه یې د امریکې د ترهګرو په لیست کې شامل کړ.

خو دې ټولو سره سره، اسلامي ایران مقاومت ته دوام ورکړ او د سیاسي، اقتصادي او امنیتي فشارونو سربېره ایران سره د مذاکراتو او د برجام پر ځای د نوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره د ټرامپ هیلي پوره نه شوي.

په امریکې د دولت په بدلېدو سره، داسي یوه ګنګوسه رامینځ ته شوه ګواکې د بایډن حکومت د ټرامپ له تېروتنو څخه په سبق اخیستلو سره، د برجام د نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې په رغنده سیاست خپل کړي او دغه موافقې ته راستون شي، خو دا ځلي هم د بایډن له واکمنېدو څخه د یو کال او څلور میاشتې په تېرېدو سره، بیا هم امریکا په مختلفو پلمو سره، د برجام د موافقې په چوکاټ کې د خپلو ژمنو له پوره کولو ډډه کوي، دا په داسي حال کې دی چي ایران خپل د ښه نیت د څرګندولو لپاره د ویانا په مذاکراتو کې له ګډون سره موافقه وکړه، داسي مذاکرات چي امریکایان په کښې په غیر مستقیمه توګه حضور درلودل.

ایران په ځلونو د برجامي ژمنو پوره کېدو ته چمتووالې ښودلې ده، او امریکې څخه هم غوښتنه کړې ده چي د برجام په وړاندې همدغسي کارنده سیاست غوره کړي، خو دې ټولو سره سره، امریکا اوس هم ایران څخه د برجام د موافقې له چوکاټ څخه بهر غوښتنې مطرحوي، هغه هم په داسي حال کې چي خپله د کړیو ژمنو له پوره کولو سرغړوي.

دغه حالت د دې سبب شوی چي برجام څخه د امریکې تر وتلو څلور کاله وروسته، یادې موافقې سره د امریکې د همکاریو برخلیک د شکونو په شپول کې پاتي شي، امریکایان په دې باور وه چي د بندیزونو په فعاله کېدو او د فوځي او امنیتي ګواښونو په زیاتولو سره کولایشي اسلامي ایران تسلیمی ته اړ باسي او خپلي غوښتنې په ومني، لیکن د امریکې د جګپورو چارواکو په وېنا د امریکې دغه سیاست په بشپړه توګه ماته خوړلې ده او د هغې له دوام څخه هم هیڅ ګټه امریکې ته نه شي رسېدای.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن څو ورځې مخکې د سنا په جرګه کې وویل: د برجام له نړیوالې موافقې څخه د وتلو پریکړه او په ایران باندې د زیات فشار سیاست، کومه پایله نه ده لرلې، اوس اکثره د امنیتي چارو کارپوهان په دې باور دي چي برجام څخه د امریکې خروج یوه استراتیجیکه تېروتنه وه.

سره له دې، د امریکې اوسني حکومت چي بلینکن د بهرنیو چارو وزیر دی، په ایران باندې د زیات فشار سیاست ته دوام ورکوي.