په ایران کې د پاکستاني او افغان ماشومانو وړیا واکسیناسیون
په ایران کې ټول قانوني او غیر قانوني افغان او پاکستاني کډوال کولایشي خپل ماشومان په وړیا توګه واکسن کړي.
ایران د امریکا د ظالمانه بندیزونو سره سره نه یوازې د خپلو خلګو لپاره درمل برابروی بلکې په دغه هیواد کې کډوالو ته هم روغتیایې او درملیز خدمات وړاندي کوي.
د روغتیا د نړیوال سازمان ویلي چي ایران د ککړو ګاونډیو په درلودلو سره، بیا هم د شري د ناروغۍ په ختمولو بریالی شوی دی.
د ایران د روغتیا په وزارت کې په واکسن سره د مخنیوونکو ناروغیو د څانګې مشر محسن زهرایی رسنیو ته وویل: په هیواد کې د افغان کډوالو په زیاتېدو سره د شري د ناروغی د خپرېدو خطره زیاته شوې ده.
هغه زیاته کړه چي په ایران کې غیرقانوني کډوال د ډیپورت کېدو او د لګښت له ویري واکسن ته مراجعه نه کوي، خو د کورنیو چارو سره د ږغملتیا له مخې، ټول افغان او پاکستانې قانوني او غیرقانوني کډوال کولایشي روغتیایي مراکزو ته په مراجعې سره، په وړیا توګه د شري او د نورو ناروغیو واکسن تر لاسه کړي.