د ایران د تابعیت د ورکړې بهیر اسانیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115846-د_ایران_د_تابعیت_د_ورکړې_بهیر_اسانیږي
د ایرانیانو او د پارلیمان د خارجه وزارت کنسولي مرستیال: د اقتصادي فعالیتونو په بنیاد د تابعیت د ورکولو بهیر آسانه کیږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2022 00:59 Asia/Kabul
  • د ایران د تابعیت د ورکړې بهیر اسانیږي

د ایرانیانو او د پارلیمان د خارجه وزارت کنسولي مرستیال: د اقتصادي فعالیتونو په بنیاد د تابعیت د ورکولو بهیر آسانه کیږي

د تابعیت، کډوالو او مهاجرانو د چارو د اړوندو چارواکو په شتون سره د ایران د اسلامي جمهوریت د تابعیت د اسنادو د ترلاسه کولو په دستورو کښې هغو شلو افغانستاني پانګه والو ته د ایران د اسلامي جمهوریت تابعیت ورکړی شو چې په دغو شرایطو پوره وو د دې کار قانوني مراحل یې ترسره کړي وو.

د ایرنا د خبر له مخې علیرضا بیګدلي پرون په دغو دستورو کښې د ایران او ګاونډیانو د دیني، کلتوري او تاریخي مشترکاتو شتون په سیمه کښې د ولسي اړیکو د پياوړتیا زمینه برابرونکی وباله چې له امله یې د لازیاتې ملګرتیا فرصتونه برابر شوې دي.

د ایران د خارجه وزیر مرستیال په ایران کښې د کامیابو اقتصادي فعالیتونو په بنیاد د تابعیت د ورکړې په بهیر کښې اسانتیا د دغې ملګرتیا له آثارو وبلله او زیاته یې کړه: د کورنیو چارو د وزارت له خوا د بهرنیو ښاریزو پيژندل او منظمول په ترسره کیدو دي او د دې طرحې په چوکاټ کښې د پوهو کسانو د معلومولواو د هغوي له ظرفیتونو او وړتیاؤ د ګټه پورته کولو لپاره هلې ځلې هم زیاتیږي.