صهیونیسټ رژیم د حقایقو له خپریدا ویره لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115890-صهیونیسټ_رژیم_د_حقایقو_له_خپریدا_ویره_لري
فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې سعید خطیب زاده د فلسطین د خبریالې په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایت په غندلو سره وویل صهیونیسټ رژیم د حقایقو او د سمو خبرونو له خپریدا ویریږي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 12, 2022 04:24 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم د حقایقو له خپریدا ویره لري

فارس خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې سعید خطیب زاده د فلسطین د خبریالې په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایت په غندلو سره وویل صهیونیسټ رژیم د حقایقو او د سمو خبرونو له خپریدا ویریږي .

هغه د فلسطین د خبریالې د شهادت په مناسبت تسلیت ویلو سره د صهیونیسټ رژیم دغه جنایتکارانه اقدام د عمومي افکارو په خبرولو کښې د مطبوعاتو، رسنیو او د خبریالانو رول او مقام ته د اسرائیلو د رژيم د نه پایې بندۍ ښکاره مصداق وباله چې د صهیونیزم د تبلیغاتي ماشین او دوې ته د اړونده رسنیو له دروغو د ډکو ادعاګانو په اپوټه د سمو خبرونو او د حقایقو له خپریدا ویریږي او خبریالان وژني .

خطیب زاده له نړیوالو موسسو ، د بشري حقوقو له ادارو او د رسنیو له اتحادیو وغوښتل چې د میرمن شیرین ابوعاقله د شهادت په هکله خپلواکه تحقیقات ترسره کړي او صهیونیسټ رژیم د دغه جنایت په وړاندې ځواب ورکونکي کړي .

صهیونیسټي عسکرو پرون د اردن سیند په لویدیځې غاړې  کښې په جنین باندې یرغل سره د فلسطین خبریاله میرمن شیرین ابوعاقله چې د قطر د الجزیرې ټیلي ويژن لپاره یې کار کاوه په داسې حال کښې چې د خبریالانو جیکټ یې اچولی و په ډزو وویشتله او هغه یې شهیده کړه .