د ایران ورزشکارانو داسرایلو رژیم له استازیو سره کتنه ونکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن ادارې صداوسیما مشر پیمان جبلي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې زمونږ د ورزش په مرام کښې بریالي کیدل یا بایلل اخلاق ، ځوانمردي او له مظلوم ملاتړ معنا ورکوي وویل
د ماشوم وژونکي رژیم اسرائیلو د استازیو په مقابل کښې د ایران د ورزشکارانو نشتون د ویاړ خبره ده .
هغه بیګا د ایران د ورزش د تر ټولو ښو سلو (۱۰۰)کلونو د انتخاب په دستورو کښې دې ته په اشارې سره چې ورزشکاران او میډال ګټونکي زمونږ هویتي عناصر جوړوي وویل هغو کسانو چې د ویاړ ، سرشیندنې ، سرلوړۍ او د ځوانمردۍ څوکې یې کچ کړي دي داسې ورزشکاران دي چې زمونږ د ملت له ویاړ څخه په ډکو لسګونو کاله تجربو کښې یې ویاړ رامینځته کړ او د دوې لپاره د بریالیتوب او د بایللو میدان د اخلاقو او د ځوانمردۍ د ارزښت رامینځته کول وو او دي .