د ایران د پارلمان د ملی امنیت د کمیسیون غړی
د تهران او ریاض تر مینځ د خبرو اترو پایلې د سعودي له پریکړې سره تړاو لری
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو او د ملی امنیت د کمیسیون غړی سعودي عربستان سره د تهران د مذاکراتو په هکله وویل چي د دغو خبرو اترو پایلې د مقابل لوري له پریکړي سره تړاو لري.
د ایران او د عربستان تر مینځ خبرې اترې د عراق په مینځګړیتوب سره له څو میاشتې را په دې دوام لري چي وروستۍ غونډه یې څه موده مخکې په بغداد کې تر سره شوه.
د ایران د پارلمان د ملی امنیت د کمیسیون غړی ابراهیم رضایي رسنیو ته وویل چي عربستان سره مو په مذاکراتو کې ځینې پرمختګونه تر لاسه کړي لیکن هر څه د سعودیانو له ارادې سره تړاو لري، عربستان باید له یواړخیزو سیاستونو لاس واخلي او په خپلواکه توګه پریکړي وکړي.
هغه زیاته کړه چي عربستان باید نور د امریکې او نورو لوېدیځو هیوادونو له اثراتو څخه ځان خلاص کړي او په عربستان کې دننه هم د بشري حقوقو د مسایلو خیال وساتي.
رضایی د دې په بیانولو چي د عربستان او د ایران د بهرنیو چارو د وزیرانو تر مینځ د لیدلو وخت لا نه دی رسېدلی وویل: دغه خبره له ذهن څخه لیري نه ده ځکه چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو پیاوړې کېدا به د ټول سیمي لپاره مثبتي پایلې ولري.
د ایران د پارلمان د ملی امنیت د کمیسیون د غړې په وېنا عربستان د سپېڅلو زیارتونو ټاټوبی دی او هر کال له ایران په لسګونو زرو کسان حج ته ورځي، هغوی له حاجیانو څخه مېلمه پالنه کوي نو ځکه د دواړي هیوادونو تر مینځ نژدې اړیکې به په اسلامي نړۍ کې د زیاتو خنډونو د هوارېدو سبب شي.
رضایی وویل: ایران او عربستان د سیمي د مهمو هیوادونو په توګه کولایشي د یو بل په ملګرتیا له سیمي څخه بهرنیان وشړي او د اسلامي نړۍ ستونزې هواري کړي.