د نکبت ورځ د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د پیل ورځ ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115984-د_نکبت_ورځ_د_صهیونیسټ_رژیم_د_جنایتونو_د_پیل_ورځ_ده
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ په دفتر کښې د فلسطین د خلکو له اسلامي انقلاب د ملاتړ کومیټۍ د نکبت ورځ د فلسطین د بې دفاع ملت پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو نښه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2022 08:55 Asia/Kabul
  • د نکبت ورځ د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د پیل ورځ ده

ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ په دفتر کښې د فلسطین د خلکو له اسلامي انقلاب د ملاتړ کومیټۍ د نکبت ورځ د فلسطین د بې دفاع ملت پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو نښه وبلله .

دغه کومیټۍ د نکبت د ورځې په مناسبت د یوې (۱) خبر پاڼې په خپرولو سره وویل «یوم النکبه» داسې ورځ ده چې صهیونیسټي دوښمن خپل دروغجن موجودیت د بې ګناه انسانانو د وینې د تویولو ، د بې اندازې او د بې حده کړولو او دردولو ، د ښارونونو او د کلیو د ورانولو ، د ځمکو د نیولو ، د ښارګیو د پراخولو ، د لرغونو اثارو او د اسلامي سپیڅلي ځایونو د ورانولو او د هر هغه څه د ړنګولو چې فلسطیني او اسلامي بوی یې درلود په بیه اعلان کړ .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې جعلي صهیونیسټ رژیم د فلسطین د ملت د واضحو حقوقو د ضایع کولو او د بې شمیره  جنایتونو په ترسره کولو سره له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه د فلسطینیانو د ایستلو لپاره هر ډول کار ترسره کړی دی .

صهیونیسټانو د نولس سوه اته څلویښتم (۱۹۴۸) میلادي کال د مي د میاشتې په څوارلسمه (۱۴) نیټه د فلسطین ټاټوبي په نیواک  سره په سیمه کښې د ناامنۍ ، بې ثباتۍ ، جنایت او د نیواکګرۍ بنسټ کیښود .

دغه ورځ د فلسطین په تاریخ کښې  د نکبت ورځ نومول شوي ده .