د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116664-د_ایران_او_د_نړۍ_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2022 09:55 Asia/Kabul
  • د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو .

د اوکراین په جنګ کښې ګډون لرونکو خارجي جنګیالیو د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې  ته ویلي دي چې له سیالو عسکرو څخه په کمو وسلو او ناکافي تجهیزاتو او وسلو سره د جنګ میدان ته ورګډ شوي دي او د هغه څه ترمینځ چې ژمنې یې  ورکړل شوي وي او په هغه څه سره چې د جنګ په میدان کښې پیښیږي د ډیر توپیر په دلیل د جنګ پریښودلو او خپلو  هیوادونو  ستنیدا ته مجبوره دي.

خبري سرچینو د افریقا په لویدیځ کښې په چاډ هیواد کښې د سرو زرو د معدنچیانو ترمینځ د خونړۍ نښتې خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې په دغه جګړه کښې سل کسان وژل شوي دي.

د انګلستان ټایمز ورځپاڼې یوه حکومتي سند ته په اشارې سره وویل که چیرې اروپايي هیوادونو ته د روسیې ګاز غوڅ شي یوازې بریتانیا کښې به د روان کال په ژمي موسم کښې شپږ میلیونه انګریزان د بریښنا له غوڅیدا سره مخامخ شي.

د امریکا په ټیکساس ایالت کښې د نولسو زده کونکو او د دوو معلمانو د بوږونکي وژلې په مخنیوي کښې د پولیسو په سستۍ باندې د پراخو نیوکو په دوام کښې د یوه وژل شوي زده کونکي پلار وویل پولیسو اجازه ورکړي ده چې زمونږ بچیان وسلې ځان ولري.

د صهیونیسټانو لخوا د بیرغ د  ورځې د ډیر لګښته مراسمو چې نیمګړي پاتې شول ترسره کیدا سره سره فلسطینیانو په خپل مقاومت سره الاقصی جومات ته د صهیونیسټانو د ورتلو اجازه ورنکړه او له دغو مراسمو وروسته د صهیونیسټ رژیم د تیلو په دوهم چاڼ ځاې کښې د چاودنې په هکله خبرونه هم خپاره شول.

د سعودي عربستان ائتلاف ته اړونده ځواکونو د یمن په شبوه ولایت کښې د تیلو یو ترټولو مهم کوهي په متحده عربي اماراتو باندې خرڅ کړی دی.

په لبنان کښې د خبرو سرچینو د اعلان پراساس د سعودي عربستان یو عسکر چې په اتلس کلوګرامه نشه اي ګولیو یعني کپتاګون سره د بیروت هوايي ډګر ته ورغلی و د نشه ییزو موادو  د نړیوال چینل یو غړی دی.

د امریکا د سیاسي علومو دوو استادانو او کارپيژاندو په یولک مقالو باندې غور کولو سره دغه خبره معلومه کړي ده چې د لویدیځو هیوادونو رسنۍ په پراخ ډول د اسلام او د مسلمانانو منفي انځور خلکو ته وړاندې کوي.

()

د تهران راډیو ګرانو  د ایڼټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي.

د سعودي عربستان رسندوي سرچینو په چین کښې د ریاض د سفیر د ټاکلو په شمول د ځینو لوړرتبه چارواکو د بدلولو لپاره د هیواد د باچا سلمان بن عبدالعزیز د حکم خبر ورکړ.

په سیمه کښې له صهیونیسټ رژیم سره د مسلمانو هیوادونو د اړیکو د عادي کولو له بهیر سره د مقابلې جبهه چې څو ورځې مخکې له تل ابیب سره د هر ډول اړیکو په جرم بللو  سره د عراق د پارلمان په اقدام سره پیل شوی دی دې ته د ورته اقدام د ترسره کولو لپاره انصار الله غورځنګ ته اړونده د یمن د ملي ژغورنې د حکومت په نوي فیصلې له مخکې څخه زیاته پیاوړي شوي ده د اسرائیلو ، د امریکا او د سیمې د ځینو مرتجعو عربو هیوادونو اندیښنه دوه چنده کړي ده.

په ترکیې کښې د حکومت د مخالفو ګوندونو د مشرانو څلورمه غونډه له اوه ساعتونو وروسته د واکمن ګوند سره د انتخاباتي ټکر لپاره د لسو اصولو په سره اجماع سره د پخواني خارجه وزیر احمد داوود اوغلو په مشرۍ او د راتلونکي ګوند په کوربه توب سره وشوه.

د لیبیا پوځ د  هیواد په جنوب کښې د داعش ډلې پرضد په پراخو عملیاتو کښې لسګونو ټروریسټان هلاک شول او ځینې نور ژوبل شول.

د عراق د نجبا اسلامي مقاومت غورځنګ رسمي ویاند د عراق د کردستان سیمې د چارواکو په ورانونکو سیاستونو او اقداماتو نیوکه وکړه او ویې ویل د صهیونیسټ رژیم پوځیان په ښکاره ډول د دغه سیمې د مرکز اربیل ښار په کوڅو او واټونو کښې ګرځي راګرځي.

د افغانستان په لسګونو میرمنو په کابل کښې د طالبانو د سختو محدودیتونو د لګولو پرضد اعتراضیه لاریون وکړ او د ډوډۍ ، د کار او د ازادۍ شعارونه یې ورکړل.

په سلګونو صهیونیسټ میشته خلکو په نیواکي قدس کښې د بیرغ په نوم لاریون کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم سپکاوی وکړ او د الموت للعرب په شمول یې د فلسطینیانو او د عربانو پرضد توکمپاله شعارونه ورکړل کوم چې په نړیواله سویه غندل شوي هم دي.

د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسوول جوزپ بورل د روسیې د تیلو د بایکاټ په باره کښې د موافقې خبر ورکړ.

هغه وویل په نویو بایکاټونو کښې به د روسیې په تیلو  بایکاټ ولګول شي او ژمنه یې وکړه چې د روسیې د تیلو د بایکاټ لپاره به د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو داخلي اختلافات ختم شي.

جوزب بورل وویل مونږ به د روسیې پرضد د راتلونکو بایکاټونو کښې د تیلو په بایکاټ کول کښې ماتي ونه خورو.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو سرټکي درسره شریک کړو.

د امریکا نیوزویک اونیزې  د مې د دېرشمې یا د وژل شویو امریکاي پوځیانو  د یاد د ورځې په مناسبت په افغانستان کې د وژل شوي امریکايي تورنجنرال هارولډ ګرین د لور امیلیا ګرین وینا رااخیستې چې وايي، دا ورځ دې ته خوښي نه ورکوي.

امریکایان هرکال د مې په دېرشمه د میموریل ډې په ورځ په نورو هېوادونو کې د خپلو وژل شویو عسکرو  یاد ته درناوی کوي او دا ورځ په ویاړ سره لمانځي.

د زړورتیا د بیرغونو په نوم د متقاعدو پوځیانو یوه شرکت وړاندیز کړی، چې امریکایان باید وکولای شي چې په دې ورځ یو بل ته مبارکۍ ووايي خو نیوزویک  اونیزې د امیلیا ګرین له قوله لیکي چې نوموړې وايي، د دې ورځې په ویاړ بېلابېل شرکتونه دې ته ایملیونه استوي خو دا زیاتوي چې دا پیغامونه یې ناآرامه کوي ځکه د دې په وینا دا هغه ورځ ده چې په جګړه کې د وژل شویو کسانو یاد پکې تازه کېږي.

ایملیا نیوزویک ته ویلي، میموریل ډې د رخصتي ورځ ده او د دوبي له پیل سره برابره ده نو باید د خوشالۍ وخت وي خو دا وايي د هغو کسانو لپاره چې خپل عزیزان یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي، دا د کال تر ټولو بده ورځ ده.

()

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د میموریل ډې(Me) په مناسبت د هغو پوځیانو تصویرونه خپاره کړي چې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د امریکا له پوځي ماموریت څخه په الهام سره یې اوس په امریکا کې کاروبار شروع کړی.

په یوه تصویر کې یوه لپه کې زعفران لیدل کېږي او ورسره لیکل شوي، چې درېیو متقاعدو ښځینه پوځیانو اوس د رومي سپایس په نوم په امریکا کې یو تجارتي شرکت پرانیستی.

ورځپاڼه د یوې عسکرې له قوله لیکي چې وايي، دا خپلې خونې ته د زعفران په راوړلو حیرانه شوې وه نو ځکه د دې په وینا ښايي د زعفران په بوی هر آشپز بېسده شي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، دې شرکت په افغانستان کې د کار پرمهال شاوخوا څلور زره ښځو ته د کار امکان برابر کړی و، خو بنسټ ایښودونکو یې نه غوښتل چې د افغانستان او امریکا حکومتونه یې ملاتړ وکړي ځکه فکر یې کاوه چې دواړه حکومتونه په خپلو چارو کې بریالي نه وو.

همداراز د یوه بل امریکايي عسکر ماتیو ګریفین له قوله راغلي، چې وايي ده په افغانستان کې د پوځي خدمت پرمهال د څپلیو د تولید یوې کارخونې ته له تلو وروسته په امریکا کې د همدې ډول څپلیو د تولید کاروبار پیل کړی دی.

نیویارک ټایمز د کار پرمهال د دې پوځي عکسونه هم خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي، چې د افغانستان جګړه د منفي اړخونو ترڅنګ ځینې اړخونه هم لري چې یو یې د امریکايي ځواکونو لپاره د افغانستان له تجربو زده کړه ده.

()

د تهران راډیو ګرانو د اینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان.