د ایران او افغانستان مطبوعات
د ایران او د ۴+۱ ډلي د هیوادونو تر مینځ په احتمالي هوکړې کې د نړیوالي ایټمي اینجسۍ کارړنګونې او د امریکې غیر مسئولانه کړچار هغه مسالې دي چي د ایران چاپ د اکثرو ورځپانو له لوري بحث پرې شوي.
د ایران چاپ ورځپاڼې په خپل نني ګڼو کې بېلابېلو مسایلو ته انعکاس ورکړی دی چي په سر کې د کیهان ورځپاڼه را اخلو.
دغه ورځپاڼه لیکي چي د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژائو لیجیان په خپله اوونیزه غونډه کې ویلي چي امریکا په قصدي او مغرضانه توګه د کرونا د وایروس د خپراوی پر مهال په ایران باندې بندیزونه ولګول تر څو د دې هیواد خلګ د کرونا وایروس له لوري زیانمن شي.
د هغه په وېنا امریکا د نړیوالو قوانینو څخه پېروي نه کوي او خپل قوانین له نړیوالو قوانینو بره بولي او په یوه اړخیزه توګه په ایران باندې غیرقانوني بندیزونه لګوي.
د چین د خارجه وزارت ویاند وویل: سوریه، ایران او ونزوئلا د امریکې د اوږدمهالو بندیزونو د امله له سختو اقتصادي ستونزو او د کمزورو طبي سرچینو د امله د کړاوونو سره لاس په ګرېوان وه، په داسي یو حالاتو کې امریکا د بندیزونو د لیري کولو پر ځای هغه دوه چنده کړه.
همدغه ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د ایران او د ۴+۱ ډلې تر مینځ د ایټمي نړیوالې موافقې او د بندیزونو د لیري کېدو په هکله د ایران د خارجه وزارت د ویاند سعید خطیب زاده او د امریکې د ځانګړې استازي رابرت مالي خبرو ته انعکاس ورکړی دی.
د ورځپآڼې په وېنا، د ایران د خارجه وزارت ویاند ویلي چي تهران خپل وړاندیزونه او نوښتونه امریکې ته په غیر مستقیمه توګه وړاندې کړي دي، لیکن امریکا تر اوسه پوري ځواب نه دی ورکړی.
هغه همدارنګه د امریکې د ځانګړی استازی رابرت مالی ویناوې دامریکا د کورني سیاسي موخو لپاره وباله او د غبرګون ښودلو څخه ډډه وکړه بلکې تاکید یې وکړ چي د ایران دریځ روښآنه دی.
ها خوا بیا د امریکې ځانګړی استازی رابرت مالي انډیپندنټ سره په مرکه کې په ایران باندې د امریکې د فشار او د بندیزونو د زیاتولو له سیاست څخه په ملاتړ کولو سره، د امریکا ولسمشر جوبایډن ته سپارښتنه وکړه چي د برجام د ایټمي نړیوالي موافقې د ختمېدو اعلان وکړي او ایران سره د مقابلې لپاره نوې لاري چاري ولټوي، امریکا دي تر هغه پوري چي ایران ایټمي فعالیتونه نه وي درولي د هغوی د تیلو د صادراتو مخنیوی وکړي.
اطلاعات
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا د صهیونیستي رژیم جروزالم پسټ یوې مقالې ته انعکاس ورکړی چي دغه اسرائیلي خپرونې په کښې د ایران په بې سارې فوځي طاقت باندې اعتراف کړی دی.
د ورځپاڼې په وېڼا جروزالم پسټ لیکلي چي ایران د بې پیلوتو الوتکو په زمینه کې زیات پرمختګ کړی دی او اوسمهال په لوېدیځه اسیا کې تر ټولو زیاتي جنګي بې پیلوټه الوتکې لري او تر ټولو لوی ځواک بلل کیږي.
ورځپاڼه په پای کې د لوېدیځي اسیا د یو شناند او خبریال الیجا مګنیر نظر ته انعکاس ورکوي. هغه ویلي چي په مینځني ختیځ کې روانې کښالې ممکن دی په یوه لویه جګړه باندې بدله شي، چي په کښې به د اسرائیل رژیم له مینځه ولاړ شي او په سوریې باندې د نورو هیوادونو یرغل ته د پای ټکی کښېښودل شي، داسي ښکاري چي ایران د امریکا، اسرائیل او عربستان سره د راتلونکې مقابلې لپاره تیاری کوي.
ابتکار
د تهران چاپ دغه ورځپاڼې هم د ایران او د ۴+۱ ډلي د هیوادونو تر مینځ د بندیزونو د لیري کېدو او د برجام ایټمي نړیوالې موافقې په هکله لیکنه کړې دغه ورځپاڼه په خپله لیکنه کې د نړیوالې ایټمي انرجیو ایجنسۍ تورنوي چي د ایران او د ۴+۱ ډلي د هیوادونو تر مینځ په جوړجاړی کې کارړنګونه کوي.
د ورځپاڼې په وېنا په داسي حال کې چي د ایران او د چین، روسیې، جرمني، فرانسې او برتانیې خبرې اترې وروستي شوي او برجام ایټمي نړیوالې موافقې ته د امریکې د بیرته راستنېدو او په ایران باندې د بندیزونو د لیري کېدو زمینه برابره شوې ده، د ایټمي انرجیو نړیوالې ایجنسۍ داسي یو راپور خپروي چي په کښې په ایران باندې د نه همکاری او د معلوماتو د پټولو بې ځایه تورونه لګول شوي دي. ورځپاڼه همدارنګه د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر ادعاو ته په اشارې سره، چي یې ویلي وه، ایران د ایټمي انرجیو د نړیوالي ایجنسۍ پټ معلومات غلا کړي او د هغوی څخه په استفادې سره، خپلي فعالیتونه پټوي.
ابتکار لیکي چي دغه ټولي ادعاګانې او پروپاګنداوې په دې خاطر تر سره کیږي چي د ایران او د ۴+۱ ډلي د هیوادونو تر مینځ د بندیزونو د لیري کېدو په لړ کې د موافقې څخه مخنیوی وشي.
عزیزانو اوس به ولاړ شو د کابل په لور، که څه هم اوس په افغانستان کې ورځپاڼې نه چاپیږي، خو یو شمېر ورځپاڼې بیا په انلاین ډول خپریږي.
مسیر
دغه ورځپاڼه لیکی د خوړو نړیوال پروګرام وایي په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره د ماليامکانات له کمښت سره مخ دي.
د مسیر له راپور سره سم، د خوړو نړیوال پروګرام په تازه څرګندونو کې ویلي چې له تېرو میاشتو راهیسې په افغانستان کې له خلکو سره په بشردوستانه مرستو بوخت دي او هڅه کوي له لا ډېرو اړمنو سره مرستې وکړي.
د سرچینې په وینا دوی دمګړی په افغانستان کې له اته میلیونه وګړو سره د خوراکي توکو د مرستې په موخه د مالي امکاناتو له کمښت سره مخ یو.
د خوړو نړیوال پروګرام پر نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی دی چې له دوی سره مرستې ډېرې کړي څو له خطر سره د مخ میلیونونه انسانانو ژوند وژغوري. دغه اداره وايي دمګړی دوی اړ دي چې د یوې ډلې وږو وګړو د مړولو لپاره د بلې ډلې خواړه پر دوی ووېشي.
کلید
دغه انلاین خپرونه بیا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن وېناو ته انعکاس کړی دی
د کلید له راپور سره سم، نیکولسن په قزاقستان کې د منځنۍ اسیا هېوادونو له استازو او سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چي افغان انجوڼې باید زده کړو ته پرېښودل شي.
هغه همدارنګه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې ویل شوي، چې افغان نجونې او مېرمنې دې زدهکړو او کار ته پرېښودل شي، څو د ژوند په ټولو چارو کې په بشپړه توګه برخه واخلي.
نوموړي دغه راز لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د وضیعت د هر اړخیزې ارزونې او یوې ګډې تګلارې په تړاو هم خبرې شوې دي.
په همدې حال کې د نړیوالو همکاریو لپاره د قزاقستان د جمهور رئیس ځانګړي استازي «ایرجان قاضيخان» هم پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ثبات لپاره د ګډو ګټو پر اړتیا خبرې شوې دي.
کلید زیاتوی چې تر دې وړاندې هم ګڼو هېوادونو د طالبانو له حکومت غوښتي، چې په افغانستان کې مېرمنو ته د کار او نجونو ته د تعلیم حقونه ورکړي؛ خو د طالبانو حکومت ویلي چې د نجونو د تعلیم په موخه یې یوه کمېټه ټاکلې دې.