Jun 03, 2022 05:15 Asia/Kabul
  • د اهل بیتو نړیوالې ټولنې د کن د فیلم فیسټوال اقدام وغاند

ایرنا خبري اژانس وايي د اهل بیت علیه السلام د نړیوالې ټولنې نائب رئیس ایت الله قربانعلي دري نجف ابادي د فرانسې د کن د فیلم په فیسټیوال کښې د «عکنبوت مقدس» فیلم نندرې ته وړاندې کول او د شیعه مسلمانانو اعتقاداتو او د امامت او د ولایت د اتم ځلاند ستوري حضرت علي ابن موسی الرضا علیه السلام ته سپکاوی وغاند.

د فرانسې د کن فیلم فیسټیوال په یوه غیر حرفه اي او  سیاسي اقدام کښې چې د ډیرو نړیوالو کره کتونکو او نیوکه کونکو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی خپله یوه جایزه له سپکاوي یوه ډک او کمزوري فیلم «عکنبوت مقدس» ته چې  اسلامي او ایراني ارزښتونه  تر پوښتنې لاندې راولي ورکړي ده .

د اهل بیت علیه السلام د نړیوالې ټولنې نایب رئیس قربانعلي دري نجف ابادي وویل رضوي سپیڅلی حرم پیړۍ پیړۍکیږي چې د اهل بیت علیهم السلام د مینه والو مرکز او د ایران د ملت د اتحاد او وحدت چورلیز و او دی او دا ډول دسیسې نشي کولای له اهل بیت علیه السلام او په تیره بیا له حضرت امام رضا علیه السلام سره د ایران د ملت اراده او مینه کمه کړي.

هغه وویل د نړۍ شیعه مسلمانان په تیره بیا د اسلامي ایران مومن ملت حضرت امام رضا علیه السلام د پې پناه خلکو پناه ځای ګڼي او هر کال په میلیونونو مینه وال خپله مینه وال زړونه د امام رضا علیه السلام د زیارت په شوق له هغه سره پیوندوي او خپلې ټولې غوښتنې او اړتیاوې د هغه حضرت په سپیڅلي حرم کښې بیانوي.

 

ټیګونه