اسلامي ایران د نورو هیوادونو لپاره یوه بیلګه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116782-اسلامي_ایران_د_نورو_هیوادونو_لپاره_یوه_بیلګه_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران دفاع وزارت د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په هدایت او روڼ اندۍ سره د دیني ولسواکۍ او د اسلامي جمهوریت د سپیڅلي نظام جوړول او د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په حکیمانه تدبیرونو سره د دغه لارې دوام د نوي اسلامي تمدن د تحقق په لړ کښې د نورو هیوادونو لپاره بیلګه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2022 01:56 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د نورو هیوادونو لپاره یوه بیلګه ده

زمونږ خبریال وايي د ایران دفاع وزارت د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په هدایت او روڼ اندۍ سره د دیني ولسواکۍ او د اسلامي جمهوریت د سپیڅلي نظام جوړول او د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په حکیمانه تدبیرونو سره د دغه لارې دوام د نوي اسلامي تمدن د تحقق په لړ کښې د نورو هیوادونو لپاره بیلګه وبلله.

د ایران دفاع وزارت د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د درې دیرشمې کلیزې په مناسبت وویل د حضرت امام خمیني رح د ملکوتي رحلت په درې دیرشمې کلیزې کښې د نړۍ تر ټولو لیرو سیمو کښې د اسلامي جمهوریت له سیسټاماټیک شویو بریاو او ایډیالونو پیروۍ کولو ته د ملتونو د ویښتیا د غورځنګ او د اسلام غوښتنې غږ اوریدل کیږي.

سبا ورځ د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت درې دیرشمه کلیزه ده چې په ډیرې ولولې سره لمانځل کیږي.