د ایران خارجه وزارت په تهران کښې د هند سفیر وروباله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116870-د_ایران_خارجه_وزارت_په_تهران_کښې_د_هند_سفیر_وروباله
په هندوستان کښې په یو ټیلیویژني پروګرام کښې د رسول الله مبارک له سپکاوي وروسته په تهران کښې د هندوستان سفیر د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له خوا احضار کړی شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2022 01:10 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزارت په تهران کښې د هند سفیر وروباله

په هندوستان کښې په یو ټیلیویژني پروګرام کښې د رسول الله مبارک له سپکاوي وروسته په تهران کښې د هندوستان سفیر د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له خوا احضار کړی شو

په هندوستان کښې د ټیلیویژن په یو پروګرام کښې د رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د بې احترامۍ له امله پرون مازیګر د ایران د خارجه وزارت د جنوبي آسیا د چارو لوې مدیر سید رسول موسوي، په تهران کښې د هندوستان سفیر وروباله او ورته د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت او خلکو سخت اعتراض واورول شو.

په دغه ملاقات کښې د هند سفیر د اسلام د ګران پیغمبر د هر ډول سپکاوي په خواشینونکي او د نه منلو وړ بللو سره وویل چې دا د هندوستان د حکومت دریځ نه دی ځکه چې د ټولو دینونو پوره احترام کوي او سپکاوي کونکی کس هم هیڅ ډول حکومتي مقام نه لري او یوازې یو ګوندي موقعیت لري خو له دغه مقامه هم وایستل شو.

پر ایران سربیره قطر او کویت هم له دغه اقدام وروسته په خپلو هیوادونو کښې د هندوستان سفیران وربللي دي.

د ویلو ده چې د رسول ا... مبارک د شخصیت په هکله د هندوستان د واکمن ګوند په توګه د (بهارتیا جنتا د تندلارې ګوند د ویاند ناوین کمال جیندال د سپکاوي او له امله یې د اعتراضونو له زیاتیدو وروسته، یاد ګوند دیوې بیانیې په صادرولو سره له کاره د هغه د معطل کولو خبر ورکړ.

د هندوستان واکمن ګوند په دغې خبرپاڼې کښې ویلي دي: مونږ د ټولو دینونو د احترام قائل یو او د هر هغه تفکر مخالف یو چې د هر دین او عقیدې سپکاوی کول غواړي او د هندوستان اساسي قانون ټولو دینونو ته د احترام په ترڅ کښې هغوي ته د عقیدې آزادي ورکړې ده.