اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د اسرائیلو په عسکر بدل شوی
زمونږ خبریال وايي د اسلامي شورا د رئیسه پلاوي غړي د ایران د سول ییز اټومي پروګرام په هکله د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نفتالي بنت چټي ادعاګانو ته په غبرګون کښې وویل د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس د صهیونیسټ رژیم په پوځي بدل شوی دی.
د ایران د اسلامي شورا د رئیسه پلاوي غړي حجت الاسلام علیرضا سلیمي وویل دا خبره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي د مشورې یا د یوشمیر لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو ته ورځي او د اسرائیلو رژیم لومړی وزیر نفتالي بنت رافائیل ګروسي مدیریت کوي د دې ښودنه کوي چې د اټومي اژانس مشر د صهیونیسټانو د کارکوونکی په حدی کښې راڅرګند شوی او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس خپله خپلواکۍ په کامل ډول له لاسه ورکړي ده.
هغه دې ته په اشارې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د تاریخ په اوږدو کښې دغه اژانس له ټولو زیاتې پلټنې په ایران کښې ترسره کړي دي وویل ایران ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس رالیږل شویو پلټونکو هیڅ سند او مدرک نه دی پیدا کړی خو له بده مرغه د صهیونیسټ جعلي رژيم لومړی وزیر نفتالي بنت یوشمیر چټي ادعاګانې کوي او اټومي انرژۍ نړیوال اژانس هم ورباندې استناد کوي.
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائیل ګروسي د واکمنۍ شورا د غونډې په درشل کښېز په تیرې پنجشنبې شپه نیواکي ټاټوبو یعني اسرائیلو ته سفر ورکړ او د صهیونیسټ رژیم له چارواکو سره له خبرو ورسته په تیرې جمعې ورځې ویانا ته ورستون شو.
د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نفتالي بنت د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له مشر ګروسي سره په کتنه کښې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله چټي ادعاګانې مطرح کړې.