د ایران پرضد د پریکړه لیک هدف د امتیاز اخیستل دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117068-د_ایران_پرضد_د_پریکړه_لیک_هدف_د_امتیاز_اخیستل_دي
زمونږ خبریال وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد حاتمي د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د پریکړه لیک د خپرولو هدف په خبرو کښې د امتیاز ترلاسه کول وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2022 11:04 Asia/Kabul
  • د ایران پرضد د پریکړه لیک هدف د امتیاز اخیستل دي

زمونږ خبریال وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد حاتمي د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د پریکړه لیک د خپرولو هدف په خبرو کښې د امتیاز ترلاسه کول وبلل.

هغه وویل بالاخره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائیل ګروسي په غلط او ناسم راپور سره د امریکا د صهیونیسټ رژیم او د ځینو اروپايي هیوادونو لخوا د ایران پرضد پریکړه لیک خپور شو.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد حاتمي ډاګینه کړه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي د ایران پرضد د دغه پریکړه لیک له خپرولو مخکې د صهیونیسټ رژیم له مشر سره کتنه وکړه او دغه پریکړه لیک د اسرائیلو رژیم سره د اټومي اژانس د مشر په بشپړه  غږملتیا سره خپور شو.

هغه وویل د ایران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو په هکله د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس اطلاعات د صهیونیسټ رژیم لخوا برابر شوي او په بشپړه توګه بې طرفه نه دي او هغه جانبدارانه دي.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا د ایران ضد د پریکړه لیک د صادرولو هدف په خبرو کښې د امتیاز ترلاسه کول دي وویل د ایران د اسلامي انقلاب دوښمانانو څه د پاسه څلویښت کاله کیږي چې د ایران ملت امتحان کړی دی ، دغه ملت چا ته باج او کلنګ نه ورکوي او زور ویونکي خولې ته وهي.