د ویانا خبرې اترې تراوسه بندون ته نه دی رسیدلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117184-د_ویانا_خبرې_اترې_تراوسه_بندون_ته_نه_دی_رسیدلي
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي ابوالفضل عمويي وویل د ویانا خبرې اترې بندون ته نه دي رسیدلي بلکې د اروپا د لوري په وسیله د امریکا او د ایران ترمینځ د ارتباط امکان شته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 13, 2022 06:53 Asia/Kabul
  • د ویانا خبرې اترې تراوسه بندون ته نه دی رسیدلي

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي ابوالفضل عمويي وویل د ویانا خبرې اترې بندون ته نه دي رسیدلي بلکې د اروپا د لوري په وسیله د امریکا او د ایران ترمینځ د ارتباط امکان شته.

هغه نن د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پریکړه لیک په هکله له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د دغه پریکړه لیک په تصویبولو کښې د ویانا د خبرو اترو د اروپايي لورو په اقدام نیوکه وکړه او ویې ویل که څه هم د خبرو اترو بهیر بندون ته نه دی رسیدلی خو دغه بهیر ښه نه دی او هیله کیږي د امریکا د زیات غوښتنو په بندیدا او د بایکاټونو د لغو کولو لپاره په چمتووالي سره خبرې اترې نتیجې ته ورسیږي.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت  او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي ابوالفضل عمويي په اټومي خبرو اترو باندې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د دغه پریکړه لیک اغیز ته په اشارې سره وویل د ایران پارلمان د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د سټراټيژیک اقدام د قانون پراساس خپله د لارې نقشه ټاکلي ده او په همدې چوکاټ کښې د ایران حکومت له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د خبرو اترو مسوول دی او دغه مذاکرات د ټاکل شویو چوکاټونو پراساس تعقیبوي.

هغه په دې خبرې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي او  واکمنه شورا د صهیونیسټ رژیم تر القائاتو لاندې ده وویل په داسې حال کښې چې صهیونیسټ رژیم د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي غړی نه دی او د اټومي وسلو په هکله د شکونو ختمولو ته ګروهنه نلري  نیواکي تاټوبي ته د اژانس د مشر رافائل ګروسي سفر د اسرائیلو په لور د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د اړخ نیونې ښودنه کوي.