ایران د سمندري ځواک جنګی بیړۍدسیمه ایزوګواښونوپه تناسب سره ماډرنوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117404-ایران_د_سمندري_ځواک_جنګی_بیړۍدسیمه_ایزوګواښونوپه_تناسب_سره_ماډرنوي
د ایران دفاع وزیر خبرداری ورکړ ،اسلامی ایران به د ایران د ملت دګټو  په دفاع او د ګواښونو په ختمولو کې یوه شیبه هم ځنډ  ونه کړي  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2022 08:00 Asia/Kabul
  • ایران د سمندري ځواک جنګی بیړۍدسیمه ایزوګواښونوپه تناسب سره ماډرنوي

د ایران دفاع وزیر خبرداری ورکړ ،اسلامی ایران به د ایران د ملت دګټو  په دفاع او د ګواښونو په ختمولو کې یوه شیبه هم ځنډ  ونه کړي  

 

زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران داسلامی جمهوریت دفاع وزیر د ایران جنوب هرمزګان ولایت  ته په سفر  کې په بندرعباس کې د دفاع وزارت  پلان  شوو  سمندري پروژو کتنه وکړه  .

 دایران دفاع وزیر تورن جنرال  محمد رضاآشتیاني  د جنګی بیړیو ، سطحي ماکوګانو او دسمندر لاندې  اوبتلونو  دجوړیدا د مرحلو د لیدو په وخت  ووئيل ، د مځکنیو ، هوائي او په تیره بیا د سمندري سویو پشمول په درستو دفاعي اړخونو کې  دقدرت پراختیا  د هیواد دفاعي پروګرامونو  یو لومړیتوب دی .

دایران دفاع وزیر ددې خبرې په کولو سره چې دایران جیوپولیټیک موقعیّت په تیره بیا په فارس خلیج سمندري حدودو کې  له سټراټژيک اهمیّته بر خمن دی ، زیاته کړې ده ، دفاع وزارت  به پخپلو درستو سمندري حدودو کې  د وسلوال ځواک له اړتیاؤ او له سیمه ایزو  ګواښ،نو سره په تناسب کې د وسلوال ځواک سمندري بیړئ او تجهیزات  د ورځې په اساس ماډرن کړي .

 تورن جنرال آشتیاني  په دوام کې ووئيل ،  سیمې او نړۍ ته دایران د اسلامی جمهوریت پیغام د سولې او آرامښت پیغام دی  او  له بل پلوه باؤري یوو چې  دسیمې سوله او ثبات  د سیمې د درستو هیوادونو په شتون او مشارکت سره  د ترلاسه کیدا وړ  دی  او د ایران اسلامی جمهوریت  د پردَیو او له سیمې د ورآخوا ځواکونو شتون  په سیمې کې د ناکرارایو او اړئ ګړئ  سبب ګڼي . د ایران دفاع وزیر دغه راز خبرداری ورکړ ، اسلامی ایران به د ایران د ملت دګټو  په دفاع او د ګواښونو په ختمولو کې یوه شیبه هم ځنډ  ونه کړي