ایران له اسلام څخه د خلکو د ویرولو په هکله خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117512-ایران_له_اسلام_څخه_د_خلکو_د_ویرولو_په_هکله_خبرداری_ورکړ
زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي مجید تخت روانچي پرون په نړۍ کښې له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو د بهیر په هکله خبرداري سره د دیني عقایدو پراساس خلکو ته د سپکاوي زیاتیدل د ملتونو ترمینځ د زغم او د ګډ سوله ییز ژوند د دودولو لپاره اساسي چیلنج وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 20, 2022 23:29 Asia/Kabul
  • ایران له اسلام څخه د خلکو د ویرولو په هکله خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي مجید تخت روانچي پرون په نړۍ کښې له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو د بهیر په هکله خبرداري سره د دیني عقایدو پراساس خلکو ته د سپکاوي زیاتیدل د ملتونو ترمینځ د زغم او د ګډ سوله ییز ژوند د دودولو لپاره اساسي چیلنج وباله.

مجید تخت روانچي د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې چې له نفرت سره د مقابلې د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت ترسره شوه د دغه ورځې د نومولو په هرکلي سره وویل د نفرت ، د توپیر او د تاوتریخوالي پراخیدل په بیلابیلو هیوادونو کښې د مسلمانو ټولنو د سترو کړاونو د زغملو سبب شوي دي.

هغه د صهیونیسټ رژيم د استازي د څرګندونو په ردولو سره وویل دغه رژیم په حقیقي ډول د نفرت د رامینځته کولو او د توکمپاله سیاستونو په اعمالولو پیژندل شوی او د نورو هیوادونو پرضد د دروغ ویلو او د جنجال د رامینځته کولو لپاره د دغه رژیم هڅه دغه سیاستونه نشي پټولای.

د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د پریکړه لیک پراساس چې تیر کال تصویب شو د جون د مایشتې اتلسمه نیټه له نفرت سره د مقابلې نړیواله ورځ نومول شوي وه.

په تیرو څو میاشتو کښې په لویدیځو هیوادونو کښې له اسلام سره د مقابلې او له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو اقدامات بیخي زیات شوي دي.

په لویدیځو هیوادونو کښې هستوګنه مسلمانانو تراوسه په ځلونو له اسلام سره د مبارزې کوونکو اقداماتو او دغه راز په دغو هیوادونو کښې په اسلامي مرکزونو او جوماتونو باندې د حملو په هکله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړي ده او ددغو مرکزونو د ساتلو لپاره یې د امنیتي تدبیرونو د زیاتیدا غوښتنه کړي ده.