اسلامي ایران د یونان د حکومت اقدام ته پریکنده ځواب ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117514-اسلامي_ایران_د_یونان_د_حکومت_اقدام_ته_پریکنده_ځواب_ورکړ
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر علیرضا تنګسري د ایران د دوو کشتیو نیولو ته په اشارې سره وویل د ایران د کشتیو د نیولو لپاره د دوښمانانو هڅه په تر ټولو لنډ وخت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له پریکنده ځواب سره مخامخ شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2022 00:10 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د یونان د حکومت اقدام ته پریکنده ځواب ورکړ

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر علیرضا تنګسري د ایران د دوو کشتیو نیولو ته په اشارې سره وویل د ایران د کشتیو د نیولو لپاره د دوښمانانو هڅه په تر ټولو لنډ وخت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له پریکنده ځواب سره مخامخ شوه.

هغه وویل بندر عباس ته د یونان د کشتیو د انتقالولو په وخت د امریکا کشتیو له ایران سره مقابله وکړه خو د ایران د اسلامي جمهوریت په خبرداري ورکولو سره د امریکا کشتۍ شاته شوې او له سیمې لاړې.

علیرضا تنګسري ټينګار وکړ د مقاومت د شهیدانو د وینې په برکت د دوښمانانو په زړونو کښې ویره او ډار رامینځته شوی دی.

یونان د روان میلادي کال په تیرې مي میاشت کښې د ایران یوه کشتۍ ونیوله.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواک هم  د ایران د کشتۍ په  نیولو کښې د یونان د حکومت اقدام ته په غبرګون کښې د یونان د تیلو دوې(۲) کشتۍ د فارس خلیج په اوبو کښې د ترسره کړې شویو خلاف ورزیو په دلیل ونیولې.