اسلامی ایران د سیمې د مشکلاتو حل د سیمې له داخله ګڼي
اسلامی ایران د سیمې لپاره له خیر پرته بل څه نه غواړي او د ایران اوعربستان په پلازمینو کې د دواړو هیوادونو دسفارتونو د پرانیستل کیدا هرکلی کوو .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان په تهران کې د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې ایران دسیمې مشکلاتو حل لاره د سیمې دننه ګڼي ، په سیمه ایزو معادلاتو کې ئې د عراق د خبرواترو او رغنده رول د عنصر د پیاوړي کولو لپاره او د ایران اوعربستان ترمینځ دخبرواترو لپاره ددغه هیواد دهلوځلو قدرونه وکړه .
تر دې دمه دعراق په بغداد کې د ایران او عربستان ترمینځ دخبرواترو پنځه پړاؤنه ترسره شوي دي . دخبرواترو په پنځم پړاؤ کې د دواړو هیوادونو داړیکو د بیرته پيلولو په باب لا روښانه لرلید انځور شوی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ ،امیر عبداللهیان په دغې کتنې کې ووئيل ، اسلامی ایران د سیمې لپاره له خیر پرته بل څه نه غواړي او د ایران اوعربستان په پلازمینو کې د دواړو هیوادونو دسفارتونو د پرانیستل کیدا هرکلی کوو .
د ایران خارجه وزیر په دغې کتنې کې د ایران او مصر مشترکاتو ته هم اشاره وکړه او د تهران او قاهرې دخپل مینځیو مناسباتو پیاوړتیا ئې د سیمې او اسلامی نړۍ په ګټه وبلله .
دعراق لومړي وزیر هم په دغې کتنې کې د سیمې په بدلونونو او له عراق سره په نزدیکت کې د اسلامی ایران پر ځائيګي او رول ټينګار وکړ او وې وئيل ،عراق له اسلامی ایران سره ددوو اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره جدي دی او په سیمې کې خپل ډ اډمن رول لوبولو او د سیمه ایزو خبرواترو او ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لپارره به خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي .