جنرال سلامي :د پاکستان امنیت د ایران امنیت دې
جنرال سلامي صیهونیسټ رژیم د اسلامی نړۍ او بشریت دښمن وباله او د دې خبرې په کولو سره چی امریکایان هم چی د صیهونیسټانو اصلی تکیه دي ، اساسا د د اسلام د حکومت دښمنه دي ، د سیمې د ځینو واکمنانو لپاره د ماشوم وژونکی صیهونیسټانو سره د اړیکو د عادی کولو برخلیک او انجام تریخ وباله
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک قوماندان جنرال سلامي د پاکستان د پوځ له لوی درستیزسره په کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی ایران د پاکستان امنیت خپل امنیت بولي ، په مختلفوحوزو کې د ملګرتیا او اړیکوپه پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ .
زمونږ خبریال راپور راکوی سردار سلامی له جنرال ندیم رضا او ورسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو نږدې او جړیزو دینی ، کلتوری او تاریخي اړیکو په ټینګار سره وویل په تاریخ کې جړه لرونکي دوه ملتونه له دوستی او وروګلوی پرته بله هیڅ نښه نلری .
جنرال سلامي صیهونیسټ رژیم د اسلامی نړۍ او بشریت دښمن وباله او د دې خبرې په کولو سره چی امریکایان هم چی د صیهونیسټانو اصلی تکیه دي ، اساسا د د اسلام د حکومت دښمنه دي ، د سیمې د ځینو واکمنانو لپاره د ماشوم وژونکی صیهونیسټانو سره د اړیکو د عادی کولو برخلیک او انجام تریخ وباله .
ده جوته کړه مهمه پوښتنه دا ده چی صیهونیسټ رژیم چی د ځان د دفاع وس نلری او یو بی سیاسته رژیم دې څرنګه ځینې اسلامی هیوادونه په هغه تکیه کوی ؟
جنرال ندیم رضا هم په دغه کتنه کې د پاکستان او ایران ډیرو ګډولو ته په اشارې سره په اسلامی نړۍ کې درز او اختلاف اچول د امریکا او لویدیځ د پلان نتیجه وبلله او ویې ویل امریکایانو له شلو کلونو وروسته او د افغانستان د امنیت له تامینولو پرته له دغه هیواده ووتل او هیڅ بریا یې نه درلوده .
ده همداراز د دواړو هیوادونو د پولو د امنیت د تامینولو په خاطر له ایران سره د عملیاتی او استخباراتی ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ .