ولسمشر په قم کښې د تقلید له مراجعو سره کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i11800-ولسمشر_په_قم_کښې_د_تقلید_له_مراجعو_سره_کتنه_وکړه
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د تقلید له مراجعو سره کتنه او د کورنیو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2016 09:26 Asia/Kabul
  • ولسمشر په قم کښې د تقلید له مراجعو سره کتنه وکړه

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د تقلید له مراجعو سره کتنه او د کورنیو، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په اړه یې ورسره خبرې اترې وکړې.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حجت الاسلام والمسلمین ډاکټر حسن روحانی په قم مقدس ښار کښې د آیت الله وحید خراسانی، آیت‌الله ناصر مکارم شیرازی، آیت الله ‌صافی گلپایگانی ، آیت الله العظمی علوی گرگانی آیت‌الله جوادی‌آملی، آیت‌الله شبیری زنجانی او آیت‌الله موسوی اردبیلی په شمول له یو شمېر سترو علماو سره په کتنه کښې وویل، نن له بهرنیو هېوادونو سره د اقتصادی فعالیت او تعلقاتو لپاره ښه فضاء رامنځته شوې ده او د روزګار او تولید د پراختیا لپاره د ایران په صوبو کښې پراخې پانګونې او ظرفیتونه راپېدا شوی دی.

د ایران ولسمشر په دنیا کښې له ایرانه د ویرونې د تفکر له ترویجه د مخنیوی لپاره د کوششونو په دوام باندې په تاکید سره وویل، نن دنیا پوهیږی چې ایران د منتطق او روغې جوړې خاوند هېواد دے او له تکفیری او ترهه ګرو ډلو سره په مبارزه کښې مخکښ دے.

ولسمشر همدارنګ د خلقو د مسائلو او مشکلاتو د هواری، د هېواد د ترقۍ او اقتصادی رونق په لاره کښې د حکومت په هلو ځلو تاکید وکړ او وې ویل نن د ایران اسلامی جمهوریت د مېنځنی ختیځ له تاوتریخوالی په ډکه سیمه کښې د ثبات او امنیت په ښو حالاتو کښې شتون لری.

ډاکټر حسن روحانی همدارنګ علمیه حوزې په تېره بیا د قم علمیه حوزه او د تقلید مراجع د ملت او حکومت یوه ډېره لویه معنوی او کلتوری اډاڼه او سریایه وبلله او وې ویل د هېواددکلتوری سټراټیجۍ په وړاندې کولو او په ډګر کښې د خلقو په ساتلو کښې علمیه حوزه یو بنیادی رول لری.

په دغو کتنو د تقلید مراجعو او دینی عالمانو هم د هېواد د حالت په ښۀ کولو کښې د حکومت د هلو ځلو او کوششونو قدرونه او ستائېنه وکړ. د تقلید ځینو مراجعو په دغو کتنو کښې حکومت ته سپارښتنه وکړه چې د پردیو قوتونوپه شېطنتونو دې خاصه څارنه ولری او د اسلامی ایران د جوړولو لپاره دې خپلو هلو ځلو ته دوام وکړی.

ولسمشر پرون د بی بی فاطمه معصومه (س) د حرم د زیارت او د تقلید له مراجعو سره د کتنې لپاره د قم مقدس ښار ته لاړ ؤ.

--------