ایران او آذربایجان جمهوریت له ناسمو تفاهمونوڅخه تیرشوي دي 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118100
 د ایران  خارجه وزیر دې ته په اشارې سره چې  تهران او باکو د ناسمو تفاهماتو له مرحلې تیرشوي دي ، ووئيل ، په تیرو میاشتو کې د  دواړو هیوادونو  ترمینځ دتجارت  اندازې وده کړې ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 04, 2022 15:19 Asia/Kabul
  • ایران او آذربایجان جمهوریت له ناسمو تفاهمونوڅخه تیرشوي دي 

 د ایران  خارجه وزیر دې ته په اشارې سره چې  تهران او باکو د ناسمو تفاهماتو له مرحلې تیرشوي دي ، ووئيل ، په تیرو میاشتو کې د  دواړو هیوادونو  ترمینځ دتجارت  اندازې وده کړې ده .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د آذربایجان جمهوریت له خارجه وزیر بایرام اف سره په ګډ خبری کنفرانس کې،د دواړو هیوادونو دمتقابلو ګټو ،اعتماد،او د ښه تفاهم په اساس  د دواړو هیوادنو داړیکو پر ژورتیا په ټينګار سره زیاته کړه موافقه مو کړې ده،چې د ایران او آذربایجان جمهوریت  ولس ددواړو هیوادونوترمینځ  له تفاهماتو او موافقو  او د  چارواکو دتګ راتګ په باب په ملموسي توګه پرمختګ احساس کړي .

 امیر عبداللهیان ددې خبرې په کولو سره چې  د اذربایجان جمهوریت  له خارجه وزیر سره په نننیو خبرواترو کې ، د آذربایجان جمهوریت پشمول د هیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا موضوع باندې ټینګار وشو روښانه کړه،ایران  یو ځل بیا د نړیوالو  ح قوقو د پیژندل شوو اصولو په اساس دقره باغ دشخړې د دوام  پر سوله ایز حل ټينګار وکړ .

 د ایران خارجه وزیر همداراز دې ته په اشارې سره چې ډير زر به د ایران، اذربایجان جمهوریت او ترکیې د خارجه وزیرانو درې آړخیزه  ناسته په تهران کې ترسره شي ووئيل ، ټاکل شوې ده ډ  آذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی  اوف هم ایران ته په سفر راشي .

 د آذربایجان جمهوریت  خارجه وزیر جیحون بابرام اوف  هم په دغه ګډ خبری کنفرانس کې  ددې خبرې په کولو سره چې  د ګاډو اوټریکټرانو  د ګډ تولید په باب  مو له ایران سره  ځيني موافقې کړي ،ووئيل ، د بریښا او اوبو  د ډيم او بټۍ تاسیس او پرانیسته ، د دواړو هیوادونو یوه مهمه  او لومړۍ پروژه ده .

هغه همداراز په دې په ټينګار سره چې  آذربایجان جمهوریت ، له ارمنستان سره  داړیکو عادي کول غواړي ، د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ ئې د نړیوالو ارتباطاتو او ټرانسپورټ  د  لارو د پرانیستو لپاره  دباکو دچارواکو چمتووالی اعلان کړ.