له ایرانه دې د کډوالو د نړیوال سازمان ملاتړونه زیات شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118116-له_ایرانه_دې_د_کډوالو_د_نړیوال_سازمان_ملاتړونه_زیات_شي
د ایران د کورنیو چارو د وزیر امنیتي او انتظامي مرستیال د کډوالو په تیره بیا د افغانستان له وروستیو بدلونونو وروسته په دې لړ کښې له ایران څخه د کډوالو د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتو د ملاتړونو د زیاتیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2022 03:06 Asia/Kabul
  • له ایرانه دې د کډوالو د نړیوال سازمان ملاتړونه زیات شي

د ایران د کورنیو چارو د وزیر امنیتي او انتظامي مرستیال د کډوالو په تیره بیا د افغانستان له وروستیو بدلونونو وروسته په دې لړ کښې له ایران څخه د کډوالو د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتو د ملاتړونو د زیاتیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ

سید مجید میر احمدي په تهران کښې د کډوالو د نړیوالو سازمان له مرستیال سره په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې ایران نن سبا تقریباً د ۵ میلیون کډوالو کوربه دی خو د مهاجرت نړیوال سازمان دغه شمیر یوازې ۷ لکه تنه ګڼي، وویل: دم ګړۍ ۶ لکه کډوال په ایران کښې په وړتا توګه په زدکړو لګیا دي.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له ایرانه د کډوالو د نړیوال سازمان ملاتړونه تراوسه ډیر لږ دي، زیاته کړه: د کډوالو لپاره د پټې سبسډۍ په برخه کښې هر کال د ایران له خوا د ۴ میلیارډ ډالري لګښت په پرتله د نړیوالو سازمانونو ۱۲ میلیون ډالري مرسته بیخي کمه ده.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت پولیسي او امنیتي مرستیال په دې خبرې سره چې ایران په کال کښې څه باندې ۱۰ میلیارډه ډالر په کډوالو لګوي، څرګنده کړه: که په دې لړ کښې له ایران څخه ضروري ملاتړونه ونه شي نو ممکنه ده چې نورې پریکړې وکړو او بیا به د دغو کډوالو ستونزې په ټولې نړۍ باندې وویشل شي.

د ویلو ده چې د ایران اسلامي جمهوریت د صلحه غوښتنې او انسان دوستۍ په رویې سره چې د دیني تعلیماتو په برکت یې لري، تل له نړیوالو ژمنو زیات د کډوالو په خدمت کښې پاتې شوی دی.