باقري کنی:
صهیونیستان په ایران باندې د برید خوب هم نه شي لیدای
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال د اسرائیل د رژیم د ګواښونو په ځواب کې وویل چي صهیونیستي رژیم په ایران باندې د برید کولو خوب هم نه شي لیدای.
د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال علی باقري کنی د ایران په ضد د صهیونیستي چارواکو د ګواښونو په هکله د المسیرې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: صهیونیستان په ایران باندې د برید خوب هم نه شي لیداي، که صهیونیستان په ایران د برید خوب وویني، نو له خوبه د راکښېناستلو مخکې ختم شي.
ایران څخه د نورو هیوادونو د ویرونې استراتیژي کلونه کیږي د صهیونیستي رژیم د چارواکو له لوري تعقیبیږي او دغه ناروا رژیم د ایران د منزوي کولو، له نړیوالو او سیمه ایزو هیوادونو سره د ایران په ملګرتیا کې خنډ جوړونې او د ایران په ضد د ائتلاف د رامینځ ته کولو موخې تعقیبوي.
په نیواکي ټاټوبو په شمول په نړۍ کې د میشتو یهودیانو، د لوېدیځې اسیا او د امریکا د ولسونو په افکارو کې ایران څخه د ویري او د وحشت د رامینځ ته کولو استراتیژي د صهیونیستي رژیم د سیاست ستنه جوړوي.