د ثبات او امنیت د ټينګولو لپاره سیمه ایزې ملګرتیااړینې دي
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر د قطر له خارجه وزیرسر ه په خبرو اترو کې دخپل مینځیو تجارتي مبادلاتو او د اقتصادي فعالانو د د مراوداتو دآسانولو اهمیّت ته په اشارې سره ، د ثبات او امنیت د رامینځةکولو لپاره دسیمې په هیوادونو کې دملګرتیا دپراختیا په اهمیّت ټينګار وکړ .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د ایران دخارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د قطر د خارجه وزیر اومرستیال لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په کتنې کې چې پرون ناوخته شوي ، د وو اړخیزو ،سیمه ایزو اړیکو او حالاتو په باب کتنه او خبرې اترې وشوې .
امیر عبداللهیان په دغې کتنې کې په مختلفو حوزو کې په هیواد کې د اړیکو د پراختیا په زمینې کې دقطر د خارجه وزیر دهلوځلو په مننې سره ، تهران او دوحې ته د دواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو سفرونه په اړیکو کې د مختلفو موضوعګانو د تعقیبونې په موخې سره وبلل او د دواړو هیوادونو ترمینځ ئې د موافقو د اجرائي کیدا لپاره تعقیبونو په ضرورت ټينګار وکړ. هغه همداراز د ایران په ضد د ظالمانه بندیزونو دختمولو لپاره دخبرواترو د وروستۍ غونډې دترسره کولو د قطر د حکومت درغنده هڅو اوښه نیّت او همدراز د قطر دنړیوال جام په سیالیو کې د مونږ د هیواد دفټ بال دمینه والو د شتون په باب دځينو مشکلاتو دحل کولو په اړه د دوي قدرونه اوستاینه وکړه .
په دغې کتنې کې د قطر خارجه وزیر هم د دواړو هیوادونو د لوړروتبه چارواکو په سفرونو کې د ترسره شوو اولاسلیک شوو سندونو دتعقیبونې په ضرورت ټینګار وکړ او د موافقو او مدرکونو د فعالولو لپاره ئې د دواړو هیوادونو دخارجه وزارتونو د لازیاتو هلوځلو غوښته وکړه .
قطر دایران په بهرني سیاست کې یولومړیتوب لرونکی هیواد حسابیږي ، دوه دواړه اسلامی هیوادونه د فارس خلیج په حساسې او مهمې سیمې کې واقع دي او په سیمه ایزو مهمو مسئلو کې د دوي دریځونه هم سره ډیر نزدې دي ، او د قطر په وړاندې د وروستیو کلونو په مشکلاتو کې دغه حالات په ښه ډول درک کړئ شوي دي .