د عدیر واقعه د انسانی تاریخ یوه استثنائي موضوع ده
غدیر خُم دمکې او مدینې ترمینځ دیوې سیمې نامه ده چې د اسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی (ص) په حجةالوداع کې حضرت امام علی علیه السلام له ځانه وروسته ولری ، جانشیّن او د نړۍ دمسلمانانو لومړي امام اعلان کړ .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ووئیل ، د غدیر خم واقعه ، د انساني تاریخ یوه استثنائي مسئله ده او خداوندمتعال د غدیر خم د پيښې په اندازې هیڅ یوې پیښې ته دومره اهمیّت نه دی ورکړی .
دذی الحجې اتلسمه نیټه،چې د جولائي هم اتلسمه نیټه کیږي ، دغدیر خم چې دمسلمانانو یو لوي او نیکمرغه اختر دی برابره ده .
غدیر خُم د مکې او مدینې ترمینځ دیوې سیمې نامه ده چې د اسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی (ص) په حجةالوداع کې حضرت امام علی علیه السلام له ځانه وروسته ولری ، جانشیّن او د نړۍ دمسلمانانو لومړي امام اعلان کړ .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي ، پخپلو خطبو کې نن ووئيل و غدیر د اسلام د جامعیّت او د اسلامی ټولنې د لارې د نقشې یوه نښه ده او د اسلامی ټولنې لپاره ئې د راتلونکي زمانې لپاره یوتفکر په ایجنډا کې راوست .
کاظم صدیقي زیاته کړې ، تقوا د دنیا او آخرت پشتوانه ده او په قرآن کریم کې راغلی دي ، هرڅوک د خداي د حریم خیال وساتي ، خداي تعالی پر هغه بند لارې پرانیزي .
دتهران د جمعې لمانځه خطیب همداراز د اسلامی حجاب او ستر ساتل دا یران ددرست ملت غوښته وبلله او وې وئيل ، ستر او حجاب ، دمیرمنو لپاره کرامت ،شرافت او ارزښت دی . ، دمیرمنو حجاب ، د روحانیّت د لباس په څیر دی او پخپله ددین تبلیغ دی ،نو ځکه حجاب او ستر هیڅکله هم انزوا نه دی.