تهران کښې د غدیر د اختر لس کیلومیټري میلمستیا ترسره شوه
پرون د ذی الحجې د میاشتې اتلسمه نیټه د غدیر خم په نامه د مسلمانانو د ستر اختر ورځ وه.
د غدیر د نیکمرغه اختر په مناسبت د لس کیلومیټرۍ دستورې پرون د تهران په ولیعصر(عج) سړک باندې په هم دغه نوم څلور لارې څخه تر پاک وی څلور لارې پورې ترسره شوې
پرون د ذی الحجې د میاشتې اتلسمه نیټه د غدیر خم په نامه د مسلمانانو د ستر اختر ورځ وه.
په دې مناسبت پرون د رسول ا... مبارک د پاکې کورنۍ او د امام علي علیه السلام لکونو مینه والو سړکونو ته په راوتلو سره د غدیر خم د پيښې د کلیزې جشن او خوشالۍ ترسره کړې.
په دغو عمومي مراسمو کښې د امام علي علیه السلام په مدحه کښې شعرونه او سرودونه وویل شول، د دغه لس کیلومیټره پیاده تګ په ټوله لاره د مختلفو خوراکونو، شربتونو او شیرینیو موکبونه لګیدلي او هم داشان د ماشومانو او ځلمیانو لپاره د لوبو وسایل لګیدلي وو او د شپې له لسو بجو وروسته د ماښامۍ په ویشل کیدو سره پاې ته ورسیدل.