د ایران خلک د دوښمن د ترکیبي جنګ مغلوب نه کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119020-د_ایران_خلک_د_دوښمن_د_ترکیبي_جنګ_مغلوب_نه_کیږي
زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د هغه دوښمانه فضا په بیانولو سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت دوښمانانو طراحي کړي ده وویل د ایران خلک د دوښمن د ترکیبي جنګ مغلوب نه کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2022 23:42 Asia/Kabul
  • د ایران خلک د دوښمن د ترکیبي جنګ مغلوب نه کیږي

زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د هغه دوښمانه فضا په بیانولو سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت دوښمانانو طراحي کړي ده وویل د ایران خلک د دوښمن د ترکیبي جنګ مغلوب نه کیږي.

هغه په دې خبرې سره چې استعماري نړۍ د ایران د  خلکو پرضد هراړخیزه جنګ پیل کړی وویل دغه جنګ بیلابیل اړخونه لري چې یو یې د ټرور، تخریب او په خینو خپګانونو باندې د سپاریدا په اجنډا سره امنیتي جنګ دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدی وویل د امنیتي جنګ په څنګ کښې ستر کلتوري جنګ هم لیدل کیږي چې هم یې په فکري بنسټ او هم یې په تفکر کښې د بیلابیلو رودو په  مرستې سره پراخه هڅه پیل کړي ده.

احمد وحیدي د دغه جنګ بل اړخ د ایران پرضد حقوقي جنګ وباله او ویې ویل د حمید نورې د محکمې په پیښه کښې له هیڅ حقوقي سند پرته یې  د منافقینو ډلې په ادعا سره چې په خپله نړیوال پیژندل شوي ترهګر دي د ایران دغه ښاریز محکوم کړ.