د ایران په دفاع وزارت کې دغیرپوځي تولیداتو دوه نیم برابره وده کړې
د تجهیزاتو او وسلو په مختلفو اړخونو کې د ایران دپوځ پشتیباني،ددفاع وزارت د ذاتي دندو یوه برخه ده،خود هیواد دصنعت له ودې سره مرسته هم زمونږ ددندو یوه برخه تعریف شوې ده.
زمونږخبریال راپور راکړ، دایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزیر سردار محمدرضاقرائي آشتیاني نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل،په تیرو څلورو میاشتو کې ددغه وزارت ټولګو دغیر پوځي خدماتو او محصولاتو په تولید او دهیواد صنعت او خصوصي برخې ته ئې په وړاندې کولوکې،د تیر کال له ورته مودې سره په پرلته کې دوه نیم برابره زیاته وده کړې ده.
سردار آشتیاني په وروستیو کلونو کې د ایران ددفاع وزارت پرمختګونو ته په اشارې سره هم ووئيل،د ایران ددفاعي صنعت له توانمنیو او ماډرن ټيکنالوجیو څخه د هیواد په صنعت او خصوصي برخې کې استفاده کیږي.
د ایران دفاع وزیر روښانه کړې ده ،دغه وزارت،د هوائي ،سمندري،مځکني ریلي،د الیکټرانیک او مهندسي تخصصي بحثونو او د تیلو او پیټرو کیمیکل چارو په مختلفو حوزو کې فعالیتونه کوي.هغه ټینګار وکړ،د تجهیزاتو او وسلو په مختلفو اړخونو کې د ایران دپوځ پشتیباني،ددفاع وزارت د ذاتي دندو یوه برخه ده،خود هیواد دصنعت له ودې سره مرسته هم زمونږ ددندو یوه برخه تعریف شوې ده.