د ایران په ضد د امریکاد کیسو جوړول یوه ملنډه جوړه شوې
د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصرکنعاني ، د امریکا د قضائي ادارې د چارواکو دنوی کیسې په غبرګون کې ،د چټي تورونو په پلمو سره د ایرانیو ښاریزو په ضد دهرډول اقدام په باب خبرداری ورکړ.
د چارشنبې په مازدیګر د امریکا دعدليې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې ده،یوه ایراني چې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو غړی دی،د سپينې ماڼۍ د ملی امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن دترور لپاره ئې هڅه کړې ده.
د امریکا د عدلیې وزارت مدعي شوی تورن چې ۴۵کلن دی نیّت درلودلی په درو لکو ډالرو سره ددغه قتل لپاره ځيني کسان واخلي.
په دغې اعلامیې کې ادعا شوې ده،ددغه کس انګيزه احتمالا د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک د وخت دقوماندان جنرال قاسم سلیماني دترور غچ اختسل دي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران دخارجه وزارت ویندوي ناصرکنعاني ووئیل،دامریکا قضائي چارواکي داسلامی ایران په ضد ددغه هیواد نه ختمیدونکو تورونو او له ایرانه د ویرولو د ناکام سیاست په دوام کې،دیوې نوی سناریو او کیسې په جوړولو سره له لازمو مستنداتو او باوري مدرکونو له وړاندې کولو پرته تورونه مطرح کړي دي.
کنعاني زیاته کړې ده، دغه بې اساسه او چټي ادعاګانې،په سیاسی انګیزو او بې هوده موخو سره شوي او په حقیقت کې ډیرو زیاتو جنایتونو ته د ځواب وئيلو له مسئولیّته تیښته، پروپیګنډیزې فضاجوړونې او پر نورو د تپلو هڅه ده چې له دغو ملنډو سره به هیڅ په لاس ورنشي.