دښمن نن سبا د ایران د ملت او نظام دګواښلوجراءت نه لري
د اسلامی ایران دفاعي نظریه اساسا د مخه نیونکي اصل په اساس پراختیا موندلې ده،د واقعي مخه نیونکې د رامینځةکولو لپاره،د معتبرو وسلو او تجهیزاتو او پوځي توانمنیو درلودل او د یوه قدرتمند او سنبال پوځ په اختیار کې درلودل پکې اساسی رول لري.
د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو ویندوي د ایران د و سلوال ځواک توانمنیو ته په اشارې سره ووئيل،نن سبا دښمنان د ایران د اسلامی جمهوریت د ګواښلو هیڅ جراءت نه لري.
د اسلامی ایران دفاعي نظریه اساسا د مخه نیونکي اصل په اساس پراختیا موندلې ده،د واقعي مخه نیونکې د رامینځةکولو لپاره،د معتبرو وسلو او تجهیزاتو او پوځي توانمنیو درلودل او د یوه قدرتمند او سنبال پوځ په اختیار کې درلودل پکې اساسی رول لري.
زمونږخبریال راپور راکړد اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو ویندوي سردار تورن جنرال رمضان شریف په یولړڅرګندونو کې ووئیل دښمناند ایران د سپاه پاسدارانو او نورو وسلوالو ځ واکونو د قدرتمند او پياوړي خنډ په وړاندې د ناکامۍ اوکمزورتیا په دلیل، د سپاه انقلابي اوولسی اورګان په ضد یوازې فضا جوړونې ته مخه کړې ده.
رمضان شریف زیاته کړې،داسلامی نظام او انقلاب دښمنانو منلې ده،هغه درست اړمونه ئې چې د ایران د ملت په ضد ددباؤ امکان ئې درلود، کارولي دي، خو د دوي دخوښې وړ نتیجه ئې نه ده ترلاسه کړې.
دسپاه پاسدارانو ویندوی په یونان کې د ایران دتیلي کشتۍ درولو او دهغه په مقابل کې د دوو یوناني تیلی کشتیو دریدا ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي دغه قضیه دقدرت یو څرګند مصداق دی او سپاه پاسداران د اسلامی انقلاب د ساتونکي په توګه په اقتدار او قدرت سره د ملی ګټو او اسلامی انقلاب د آئيډیاؤ ساتنه کوي.