د حسیني اربعین دستورې باید په ښه ډول ترسره شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119996-د_حسیني_اربعین_دستورې_باید_په_ښه_ډول_ترسره_شي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په عراق کښې د ایران له سفیر په کتنه کښې د حسیني اربعین د پروګرامونو په ښه ډول د ترسره کولو لپاره د غږملتیا پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 23, 2022 03:28 Asia/Kabul
  • د حسیني اربعین دستورې باید په ښه ډول ترسره شي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په عراق کښې د ایران له سفیر په کتنه کښې د حسیني اربعین د پروګرامونو په ښه ډول د ترسره کولو لپاره د غږملتیا پرضرورت ټینګار وکړ.

په عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر محمد کاظم ال صادق د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په کتنه کښې د عراق د وروستیو بدلونونو او حالت او د دوه اړخیزه اړیکو او دغه راز د حسیني اربعین په هکله د ترسره شویو غږملتیاو او د اقداماتو په هکله یو راپور وړاندې کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغه کتنه کښې له عراق سره د اړیکو په حوزه کښې د ضروري سپارښتنو د وړاندې کولو په ترڅ کښې د حسیني اربعین د پروګرامونو په ښه ډول د ترسره کولو د غږملتیاو پرضرورت ټینګار وکړ او په دې هکله یې د عراق د حکومت او د خلکو لخوا د ارزښمنو ملګرتیاو او اقداماتو د ترسره کولو قدرونه وکړه.

د ۲۰۲۲ میلادي کال د سپتمبر د میاشتې ۱۷ یعني د  ۱۴۴۴  هجري قمري کال د صفرې د میاشتې شلمه نیټه د عراق په کربلا دښته کښې  د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د شهادت څلویښتې کلیزه ده او زیارتوال په دغه ورځ په حسیني اربعین کښې د ګډو لپاره د عراق په جنوب کښې کربلا ښار ته ورځي.