په ایران عراق کې دحسیني اربعین د خدماتو لپاره۳۷۰ موکبونه تیارشوي
هیواد په داخل،څو سرحدي سیمو،نجف ،کربلا،کاظمین او نورو مقدسو زیارتونو په لارو کې د ایران د خیریه چارو او د اوقافو د ادارې موکبونه،د حسینی اربعیّن د زیارتوالو دخدمت لپاره بشپړ تیار شوي دي.
د ایران د خیریه چارو او داوقافو د ادارې د مذهبی او مقدسو ځایونو د چارو عمومی مدیر حجةالاسلام محمد نوروز پور په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د هیواد په داخل ،څوسرحدي سیمو او عراق کې ددغې ادارې له خوا دحسیني اربعیّن د زیارتوالو دخدماتو لپاره تیار شوي دي.
محمد نورو پور دغه راز ووئيل،د هیواد په داخل،څو سرحدي سیمو،نجف ،کربلا،کاظمین او نورو مقدسو زیارتونو په لارو کې د ایران د خیریه چارو او د اوقافو د ادارې موکبونه،د حسینی اربعیّن د زیارتوالو دخدمت لپاره بشپړ تیار شوي دي.
هغه ووئيل دغه خدمات به له اربعیّن ورځې یوه اونۍ مخکې او له اربعیّن وروسته تریوې اونۍ پورې دوام ومومي، په دغو خدماتو کې چې په صلواتي سټالونو کې وړاندې کیږي،دیره کیدا،خواړۀ،کلتوری،اجتماعي،مذهبي او سنخرانۍ پروګرامونه شامل دي او پر دې سربیره هرډول ضروري خدمات او درستې چارې به پکې ترسره شي.