ایران د پاکستان له سیلاب ځپلیو سره مرستې ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120242-ایران_د_پاکستان_له_سیلاب_ځپلیو_سره_مرستې_ته_تیار_دی
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ورور او ګاوڼدي هیواد پاکستان له سیلاب ځپلیو سره د هر ډول مرستو او کمک لپاره د ایران په چمتووالي ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2022 05:55 Asia/Kabul
  • ایران د پاکستان له سیلاب ځپلیو سره مرستې ته تیار دی

زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ورور او ګاوڼدي هیواد پاکستان له سیلاب ځپلیو سره د هر ډول مرستو او کمک لپاره د ایران په چمتووالي ټینګار وکړ.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټيلي فوني خبرو کښې په وروستیو سیلابونو کښې د دغه هیواد د یوشمیر خلکو د وژل کیدا په وجه د پاکستان له ملت او حکومت سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې د تهران او د اسلام اباد د دوستانه او ورورګلویزه اړیکو په دوام ټینګار وکړ.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې اړونده ارګانونو ته ضروري حکم ورکړل شوی دی چې د پاکستان شریفو او ګرانو خلکو ته د اړتیا وړ مرستې په چټکې سره ورسول شي د پاکستان له ورور او ګاونډي هیواد له خلکو سره د هر ډول مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د چمتووالي خبر ورکړ.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په هیواد کښې په وروستیو سیلابونو کښې د خلکو د وژل کیدا ، ژوبلیدا او د رسیدلیو تاوانونو په هکله د یوه راپور په وړاندې کولو سره د پاکستان له خلکو سره د ایران د ملت او د حکومت د مرستې او د خواخوږۍ د څرګندولو قدرونه وکړه.

شهباز شریف وویل د ایران اسلامي جمهوریت تل د پاکستان دوست او ملاتړی ګاونډی او په سختو ورځو کښې له پاکستان سره ولاړ هیواد دی.