بندیزونو،ایران په پوځي برخې کې پخپلو پښو تردریدا مرحلې رسولی
فارس خلیج او هرمز تنګی هم په ټول قدرت سره ساتوڅو دغه نړیواله اوبلاره په بشپړ امنیت کې وي او هیله مندیوو داسلامی هیوادونو غږملتیا، په سیمې کې له شتونه د د ښمنانو لاسونودلنډولو زمینه جوړونکي شي.
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ دهوائي ځواک قوماندان ووئیل یواړخیز او غیر قانوني بندیزونه په فرصتونو بدل شوي دي او دغو چارو ،اسلامی ایران په پوځي برخې کې په ځان بسیاینې مرحلې ته رسولی دی.
دایران داسلامی جمهوریت دفاعي صنعت، د اسلامی نقلاب له بریالیتوب وروسته او تر نن پورې له ظالمانه بندیزونو سره سره، په مختلفو هوائي ،مځکنیو او سمندری ، فضائی او توغندوي حوزو کې دهیواد لپاره ډول ډول بریاوې ډالۍ کړي دي.
د ایران دفاعي توان اوس تر پام وړ پراختیاڅخه برخمن شوی دی،په دې توګه چې نن سبا د ایران اسلامی جمهوریت دیوه سیمه ایز قدرت په توګه پیژندل کیږی، او باؤری مخه نیونې دتوانمنیو په رامینځةکولو سره ،دهرډول نړیوال ګواښ په مقابل کې له ځانه ددفاع له توانمنیو برخمن دی .
په همدې لړ کې د ایران داسلامی جمهوریت دپوځ د هوائي ځواک قوماندان سردار تورن جنرال حمید واحدي نن له ایرناخبری آژانس سره په خبرو کې روښانه کړه، د ایران دپوځ هوائي ځواک دداخلی متخصصانو پر توان په تکیې سره په ځان بسیا شوی دی اود هوائي ځواک په وروستیو څلورو مانورو کې د استفادې وړ درست تجهیزات او وسلې د ایران د ځوانومتخصصانو جوړې وسلې وې.
سردار واحدي ووئيل،د ایران داسلامی جمهوریت نظریه په بشپړ ډول دفاعي ده او ګاونډيان دې ډاډمن ووسي چې د ایران پوځي توانمنئ، دسیمې د امنیت داسې پشتوانه او ملاتړ دی څود پرَدیو شتون ته کوم ضرورت ونه لري.
هغه یادونه وکړه،فارس خلیج او هرمز تنګی هم په ټول قدرت سره ساتوڅو دغه نړیواله اوبلاره په بشپړ امنیت کې وي او هیله مندیوو داسلامی هیوادونو غږملتیا، په سیمې کې له شتونه د د ښمنانو لاسونودلنډولو زمینه جوړونکي شي.