د تهران او د ایران نورو خلکو د بلواګرو کسانو اقدامات وغندل
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران لمونځ ګزارو او د ولس بیلابیلو پرګنو د اسلامي ایران په بیلابیلو ولسوالیو او ښارونو او په پلازمینې تهران کښې د جمعې لمانځه له ترسره کولو وروسته د بلواو، ناامنۍ او د ګډوډې رامینځته کونکو اقداماتو پرضد لاریون وکړ.
نن په جمعې ورځ د ایران په بیلابیلو ښارونو او ولسوالیو او دغه راز په پلازمینې تهران کښې خلکو په جمعې لمانځه کښې له ګډون کولو وروسته په لاریونونو ترسره کولو سره د بلواګرو کسانو اقدامات وغندل.
لاریون کونکو د شعارونو په ورکولو سره بلواوې ، ناامنۍ او د ګډوډې رامینځته کونکي اقدامات وغندل.
د دغو لاریونونو په پاې کښې د ګډوډۍ د رامینځته کونکو اقداماتو او د دیني سپیڅلتیاو د سپکاوي او د فتنه ګرو کسانو د غندلو لپاره د ایران د خلکو د سترو مظاهرو په پاې کښې یو پریکړه لیک هم ولوستل شو چې د بلواګرو ورانونکي اقدامات پکښې غندل شوي .