ایران ښې،پیاوړي او پایداره موافقې ته هوډمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121766-ایران_ښې_پیاوړي_او_پایداره_موافقې_ته_هوډمن_دی
فارس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د ایران اسلامي جمهوریت یوې ښې، پیاوړي او پایدارې موافقې ته رسیدا ته هوډمن دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2022 10:04 Asia/Kabul
  • ایران ښې،پیاوړي او پایداره موافقې ته هوډمن دی

فارس خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د ایران اسلامي جمهوریت یوې ښې، پیاوړي او پایدارې موافقې ته رسیدا ته هوډمن دی.

حسین امیر عبداللهیان په نیویارک کښې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ د اوه اویایمې غونډې په څنګ کښې  له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کښې د ایران پرضد د ظالمانه بایکاټونو د لغو کیدا د خبرو اترو د بهیر په بیانولو سره وویل که چیرې امریکا له حقیقت څخه ډک چلند وکړي او په دغه پړاو کښې د فیصلې د ترسره کولو زړورتیا ولري نو ښې او پایداره موافقې ته رسیدلی شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې ښه موافقه کیدلی شي وویل امریکا په ځلونو ځلونو پیغامونه راکړي چې دوې موافقې ته د رسیدا لپاره ضروري اراده لري او د ایران اسلامي جمهوریت هم د خبرو اترو په اوږدو کښې موافقې ته د چټکتیا ورکولو لپاره زیات نوښتونه وړاندې کړي دي.

هغه له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سره د ایران د ملګرتیاو په هکله هم وویل اټومي اژانس باید په خپلو فني دندو عمل وکړي خو دغه اژانس په ډیرو موردونو کښې سیاسي کړچارونو ته مخه کوي.

حسین امیر عبداللهیان وویل که چیرې اټومي انرژۍ نړیوال اژانس یوازې فني چلند وکړي ایران شک نلري چې مطرح شوي شکونه ختم شي.

هغه دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایا د اوکراین جنګ په اټومي خبرو کښې د روسیې ګډون ته په پام  سره د دغو  خبرو اترو په لا پیچلي کیدا اغیز شیندلی دی؟ وویل کله چې د اوکراین جنګ پیل شو د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف وویل ماسکو به اټومي تړون ته د لورو د بیرته ستنیدا  لپاره هیڅ خنډ نه وي او په دې سربیره د اوکراین د جنګ په هکله د ایران دریځ کاملا معلوم دی ایران له لومړیو څخه د اوکراین له جنګ سره خپل مخالفت اعلان کړی او له دوه ګوڼه معیار پرته یې د افغانستان د یمن د عراق او د سوریې حالات تعقیب کړي دي.