د حضرت امام حسن عسکري(ع) د شهادت په هکله تسلیت وایو
زمونږ خبریال وايي نن د چهارشنبې ورځ د ۲۰۲۲ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د ۱۴۴۴هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې له اتمې نیټې او د امامت او د ولایت د اسمان د یولسم ځلانده ستوري حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.
د دوه سوه پنځوسم هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په اتمه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم یو پاک لمسی امام حسن عسکري علیه السلام د عراق په شمال کښې په سامرا ښار کښې شهید کړی شو.
د امام حسن عسکري علیه السلام ګران پلار حضرت امام هادي علیه السلام د پیغمبر لمسی و او د هغه بزرګورار مور یوه عالمه ،فضلیت لرونکي او د خلکو خیر غواړي میرمن وه.
امام حسن عسکري علیه السلام د خپل پلار له شهادت وروسته د مسلمانانو دیني زعامت او مشرۍ پرغاړه واخیستله.
دغه بزرګورار امام د خپل علم او پوهې په مکتب کښې فضلیت لرونکي پوهان تربیت کړل چې هر یوه یې د بیلابیلو اسلامي علومو په زمینو کښې د لیکلیو اثارو په پریښودلو سره د اسلامي معارفو د لوړتیا لپاره اغیز شیندونکي ګامونه واخیستل.
د امام حسن عسکري علیه السلام نهویشت کلن ژوند په دریو پړاونو ویشل کیږي لومړی پړاو دیارلس کاله دی چې د هغه حضرت ژوند په مدینې کښې تیر شو له امامت څخه مخکې د عراق په سامرا کښې لس کاله وخت او دریم پړاو د هغه حضرت شپږ کاله امامت کول دي.
د ټول اسلامي ایران خلک د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د شهادت د کلیزې په شپې او ورځ په جوماتونو، امامباړو او د حضرت امام رضا علیه السلام په سپیڅلي حرم او په حضرت معصومه سلام الله علیها په سپیڅلي حرم کښې ماتم او ویر کوي.
د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداو سیما د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو او ازادي غواړو او په تیره بیا تاسو ګرانو دوستانو ته تسلیت وايي.