مراکش هیواد باید له اسرائیلو سره د اړیکو ځواب ورکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د مراکش د باندنیو چارو وزیر ته په خطاب کښې وویل له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کیدا له کبله رامینځته شویو ناامنیو ته ځواب ویونکي ووسي.
ناصر کنعاني چافي بیګا د مراکش هیواد د خارجه وزیر د چټي او د تکراري ادعاګانو په ردولو سره چې د عربو هیوادونو او د یمن په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د لاسوهنې ادعا یې کړي وه وویل ښه خبره دا ده چې مراکش هیواد په نورو هیوادونو باندې د خپلو ګرمو د مسوولیتونو د اچولو او د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د بې بنسټه تورنو د لګولو پرځاې هغو اندیښنو ته ځواب ویونکي او اندیښمن ووسي چې له صهیونسیټي اپارتائیډ رژیم سره د اړیکو د عادي کیدا په وجه د سیمې ملتونو او هیوادونو ته ګواښ کوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د مراکش خارجه وزیر ته سپارښتنه وکړه خپل وخت د یمن د مظلومو خلکو د کړاونو ، مصیبتونو او مشکلاتو د حل کولو لپاره ولګوي او په سیمه کښې د خپلو غوښتنو د تپلو لپاره له صهیونیسټ رژيم څخه د مرستې غوښتلو پرځاې د ملګروملتونو د مقرراتو او د قوانینو پراساس د لویدیځې صحرا خلکو د برخلیک د ټاکلو لپاره زمینه برابره کړي.