طالبانو یو جعلي کس نیولی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122074-طالبانو_یو_جعلي_کس_نیولی_دی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په ننګرهار کې چارواکی وایي هغه کس یې نیولی چې ځان یې په جعلي مکتوب سره د ریاست الوزرا د مخفي کمیسون مشر معرفی کړی و
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2022 11:18 Asia/Kabul
  • طالبانو یو جعلي کس نیولی دی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په ننګرهار کې چارواکی وایي هغه کس یې نیولی چې ځان یې په جعلي مکتوب سره د ریاست الوزرا د مخفي کمیسون مشر معرفی کړی و

په ننګرهارکې د باختر دولتی اژانس مسول قریشي بدلون رسنیو ته ویلي چې د دې ولایت د استخباراتو ریاست موظفینو هغه کس له اسنادو او شواهدو سره یو ځای نیولی چې ځان یې په جعلي مکتوب په ملکي او پوځي ادارو کې د شکایاتو  د اوریدو د کمیسون مشر معرفی کړی و.

 بدلون ویلي چې نیول شوي تن په خپلو ترسره کړو جرمونو اعتراف کړی دی .

نیول شوی تن چې نوم یې ظاهر شاه او ځان د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ استوګن معرفي کوي وایي واک ته داسلامي امارت تر رسیدو وروسته یې په یو جعلي مکتوب ځان په ریاست الوزا کې د ملکي او پوځي ادارو د شکایاتو داوریدو د کمیسون مشر معرفی کړی و  او ګڼ کارونه  یې تر سره کړي دی.

 نوموړي په خپلو څرګندونوکې د ترسره کړو کړنو په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي خو د اسلامي امارت له مشرتابه یې بخښنه غوښتې او ویلي یې دي هر هغه څه چې ده راټول کړي ټول رښتینې نه بلکې جعلي بنه لري.

 تر دې وړاندې هم د ننګرهار د استخباراتو ریاست کارکوونکو ګڼ شمیر جعلکاران او هغوې چې د طالبانو له نامه نه به یې ناوړه ګټه پورته کوله نیولي دي.