نور هیوادونه دې د ایران په داخلی  چارو کې ګوتې نه وهي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122484-نور_هیوادونه_دې_د_ایران_په_داخلی_چارو_کې_ګوتې_نه_وهي
 دایران دنمایندګۍ سفیرې د ځينو هغو پټو اود دندو په خلاف دعملیاتو د ترسره کیدا لپاره چې په نهایت کې دډيپلوماټيکو  نمایندګانو دندې کمزوري کوي،دایران په داخل کې د ډيپلوماټيکو  امتیازونو  او خوندیتوبه د ناسمې استفادې لپاره  دځينو هیوادونو غیر قانوني  هڅو باندې د ایران اندیښنې ته توجهات جلب کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 19, 2022 08:55 Asia/Kabul
  •  نور هیوادونه دې د ایران په داخلی  چارو کې ګوتې نه وهي

 دایران دنمایندګۍ سفیرې د ځينو هغو پټو اود دندو په خلاف دعملیاتو د ترسره کیدا لپاره چې په نهایت کې دډيپلوماټيکو  نمایندګانو دندې کمزوري کوي،دایران په داخل کې د ډيپلوماټيکو  امتیازونو  او خوندیتوبه د ناسمې استفادې لپاره  دځينو هیوادونو غیر قانوني  هڅو باندې د ایران اندیښنې ته توجهات جلب کړي دي.

په ملګروملتو کې د ایران د نمایندګۍ سفیرې  په اروپا کې د ایران د اسلامی جمهوریت د  ډيپلوماټيکو  او کونسلي نمایندګیو په ضد  د هرډول تاؤتریخوالو په محکومولو سره  ووئیل، بهرني هیوادونه او په تهران کې د دوي  سفارتونه دې دایران په کورنیو چارو کې  دخالت نه کوي.

 په وروستیو شپو ورځو کې په اروپا کې د  ایران داسلامی جمهوریت په ځینو ډيپلوماټيکو  مرکزونو او ځایونو باندې تیري شوي دي چې د ایران د حکومت غبرګون او په تهران کې د ځينو اروپائي هیوادونو د سفیرانو احضاریدا ئې په ځان پسې درلودلې ده.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، په نیویارک کې د ملګورملتو په نزد د ایران د اسلامی جمهوریت د دایمي نمایندګۍ سفیرې میرمن زهرا ارشادي ددغې موسیسط  دعمومی اسمبلۍ په حقوقي کمیټې کې پخپلې وینا کې ووئيل، په رووستیو پيښو کې په اروپا کې د ایران دډ يپلوماټانو ،ډيپلوماټيکو او  کنسولی ځایونو په ضد دتاؤتریخوالو اعمالیدا،داسې بې مخینې او پراخ اړخونه  لري چې دمنظمیدا ښودنه ئې کیږي او  دایران په ضد دلاسترې دسیسې برخه جوړوي.

میرمن ارشادي روښانه کړې، د ایران اسلامی جمهوریت پخپلې خاورې کې د بهرنیوډيپلوماټانو،ډيپلوماټیکو  ځایونو او کونسلګریو ددندو دترسره کیدا لپاره له بشپړامکاناتو سره یو ځاي  دامن او کرار چاپیریال د رامینځةکولو لپاره  خپلې  ټولې هڅې کارولي دي ، خو له بده مرغه  په ایران کې په وروستیو پيښو پسې،د  ډنمارک،ناروې،بلجیّم ،انګلستان،جرمني ،بلغاریه، هالینډ،ایټالیا،آلبانیا او سویډپشمول په ځينو اروپائي هیوادونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت پر یوشمیر ډيپلوماټيکو مرکزونو او ځایونو تاؤتریخجن تیري شوي دي.

 دایران دنمایندګۍ سفیرې همداراز  د ځينو هغو پټو اود دندو په خلاف دعملیاتو د ترسره کیدا لپاره چې په نهایت کې دډيپلوماټيکو  نمایندګانو دندې کمزوري کوي،دایران په داخل کې د ډيپلوماټيکو  امتیازونو  او خوندیتوبه د ناسمې استفادې لپاره  دځينو هیوادونو غیر قانوني  هڅو باندې د ایران اندیښنې ته توجهات جلب کړي دي.

میرمن ارشادي ددغو نمایندګیو له اړونده هیوادونو وغوښتل، دډيپلوماټيکو او کنسولي  اړیکو په باب دې د ویانا د ۱۹۶۱ او د ۱۹۶۳کنونشنونو   موافقو ته پخپلو ژمنتیاؤ عمل وکړي او د ایران په داخلی چارو کې دې له ګوت وهنو ډډه وکړي.