ایران نن په ځينو اروپائي چارواکو او موسیسو باندې بندیزونه لګوي
د ایران خارجه وزیر روښانه کړه ،لږترلږه څلور اورګانونه او پنځلس لویدیځي چارواکي د بندیزونو په لیسټ کې ورزیاتیږي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د ځينو هغو لویدیځي چارواکو او موسیسو د نامو چې دبندیزونو په بحث کې ئې رول درلودلی ،د اسلامی ایران د خارجه وزارت دترهه ګرۍ په تور لیسټ کې د زیاتولو خبر ورکړ.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران خارجه وزیر نن د پوستکو د بیمارۍ (اي بي) دناروغانو دکلینک دلیدو په څنډې کې دبندیزونو دلګیدا په دلیل ددغو ناروغانو په مشکلاتو په افسوس کولو سره ووئيل، ایران له هغو عواملو چې په ولسی او درملیزو بندیزونو کې ئې لاس درلودلی ، نفرت کوي.
امیرعبداللهیان زیاته کړې ،نن تر وروستیو پورې به د یوشمیرهغو لویدیځي چارواکو او موسیسو نامې به چې دبندیزونو په بحثونو کې ئې رول درلودلی دی ،دایران دخارجه وزارت دترهه ګرۍ په لیسټ کې ورزیات کړي او دا کسان او موسیسې د ترهه ګرو ډلو په مصداق ګڼل کیږي .
د ایران خارجه وزیر روښانه کړه ،لږترلږه څلور اورګانونه او پنځلس لویدیځي چارواکي د بندیزونو په لیسټ کې ورزیاتیږي.
اپيډرمو لیز بولوسا چې مختصر نامه ئې (EB) ده او د پوستکي په جوړښتونو کې یوه ارثي ناروغه ده چې دزیاتیدا به بڼه کې د پوستکي دنازک کیدا او د شاپرکو د ورزرو سره تشبیه کیږي او په ایران کې په پروانه اي ناروغۍ سره پیژندل کیږي. امریکا ددغو پټَیو د موادو په بندیز سره په ایران کې ددغې ناروغۍ د ډيرو ناروغانو د ژوند قاتله جوړه شوې ده.